Accessibility links

Breaking News

په متحده ایالاتو کې د سرتېرو د یاد د ورځې نمانځنه


د واشنګټن ډی سي د ارلینګټن ملي هدیره
د واشنګټن ډی سي د ارلینګټن ملي هدیره

د مۍ د میاشتې په وروستۍ دوشنبه، امریکایان د وساله والو ځواکونو هغو غړو ته درناوی کوي چې هیواد ته یې د خدمت په لار کې ژوند بایللی دی. دا هغه فرصت دی چې د زیاتو خلکو د ښیګڼې لپاره د دغو کسانو سرښندنې یادې شي او د هیواد او د هغه د ارزښتونو د دفاع لپاره د هغوی د ونډې ادا کول تائید او په رسمی‌ یاد شي.

لومړی ځل په ۱۸۶۸ کې د متحده ایالاتو د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو درې کاله وروسته دا ورځ ونمانځل شوه. د یاد دغه ورځ چې یو وخت د سینګار ورځې په نامه هم یادیده، هدف یې د کومې ځانګړې مبارزې یا حتی جګړې درناوی نه، بلکې د هیوادوالو هڅول دي تر څو د هغو پوځیانو سرښیندنې یادې کړي چې د دوی په ښارونو کې ښخ دي، او په ګلانو او رنګارنګ پټیو باندې په جګړو کې د مړه شویو کسانو د قبرونو په سینګارولو سره د هغوی درناوی وکړي. د یادونې د ورځې په لومړنیو مراسمو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو د امریکا په کورنیو جګړو کې د شاوخوا ۲۰ زره پوځیانو چې د واشنګټن ډی سي د ارلینګټن په ملي هدیره کې ښخ شوي وو، پرته له دې چې دې ته پام وکړي چې دغه پوځیان د جګړې په کوم اړخ پورې مربوط دي او په کومه جبهه کې جنګیدلي وو د هغوی قبرونه یې سینګار کړل. دغه مناسبت په یو دود بدل شو چې بیا ټول هیواد ته پراخ شو.

نن ورځ د یادښت مراسم د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې په ښارونو او ښارګوټیو کې د پوځ د منسوبینو او د پوځ د پخوانیو منسوبینو د سازمانونو په ګډه همکارۍ د رسم ګدشت په ترسره کولو سره جوړیږي. خلک پدې ورځ د پخوانیو پوځیانو قبرونو او یادګاري څلیو ته ځي او یو شمیر یې په جګړه کې د وژل شویو په یاد د سور غاټول ګل په سینه ټومبي. دا سنت او دود د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې پیل شو او مبدا یې یو شعر دی چې یو سرتیري د خپل همسنګر په یاد د فرانسې په ایپري ښار کې د ۱۹۱۵ کال د مۍ په لومړیو کې ویلی و. د کال په دې موسم [مۍ] کې سره غاټول ګلونه په دښتو او غونډیو او همداشان د وژل شویو سرتیرو پر قبرونو راټوکیږي.

نو په همدې خاطر د يادښت په هرې ورځ په ټول هیواد کې د پوځي اتلانو د قبرونو لوحې او د هغوی د یادښت څلي په کوچني بیرغونو او رنګارنګ ګلونو سینګاریږي. سره غاټول چې د لباسونو پر غاړه ټومبل کیږي د هغو سرتیرو استازولي کوي چې د هیواد او د هغو ارزښتونو د ساتنې په لار کې وژل شوي دي. هغوی د ژوند د یو سبک او هغو ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر چې پرې یې باور درلود خپل ځانونه قربان کړل او هغه ویاړ یې چې پدغه سرښندنه یې ترلاسه کړی تلپاتې به وي.

XS
SM
MD
LG