Accessibility links

Breaking News

په متحده ایالاتو کې د سرتېرو د یاد د ورځې نمانځنه


د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې د سرتېرو د یاد د ورځې نمانځنه
د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې د سرتېرو د یاد د ورځې نمانځنه

د مۍ د میاشتې په وروستۍ دوشنبه، امریکایان د وسله والو ځواکونو هغو غړو ته درناوی کوي چې هیواد ته یې د خدمت په لار کې ژوند بایللی دی. سږکال، د می په ۲۷، د امریکا کوچني بیرغونه به د هیواد په ګوټ ګوټ کې په هدیرو کې د قبرونو په یادګاري تختو ورپیږي. هر یو [بیرغ] یې د یو قبر او د یو وژل شوي اتل قربانۍ ته د درناوي نښه ده.

ولسمشر جو بایډن وویل: "هر کال، د یو ملت په توګه، موږ د یادښت دا مراسم ترسره کوو، چې موږ باید
هیڅکله هغه بیه هیره نکړو چې زموږ د ډیموکراسۍ د ساتنې لپاره ورکړل شوې ده." هغه زیاته کړه، "موږ باید هیڅکله هغه ژوند هیر نکړو چې دا بیرغونه، ګلونه او د مرمرو نښې یې استازیتوب کوي: مور، پلار، زوی، لور، خور، ښځه، یو ملګری. یو امریکایی."

له یو ساحل څخه تر بل ساحل پورې، هیوادوال به د یاد دغه ورځ په رسم ګذشتونو ونمانځي چې په کې به پوځي پرسونل او د پخوانیو سرتیرو د سازمانونو غړي شامل وي. سیاستوال به د زړورتیا، سرښندنې او قربانۍ په اړه ویناوې کوي، او امریکایان به په هر ځای کې یوه شیبه چوپتیا غوره کړي: په دعاګانو کې، یا یوازې په زړونو کې د مړو یادونه.

ولسمشر بایډن وویل: "د تاریخ په اوږدو کې زموږ سرتیرو زموږ د ډیموکراسۍ لپاره مبارزه کړې او که اړتیا وه پدې لار کې مړه شوي دي."

"نن ورځ، د دوی خدمت او سرښیندنې، او د هغوی کورنۍ، ددغو خاموشو ډبرو څخه ډیر اخوا انګازې کوي."

ولسمشر بایډن وویل: "مونږ دا زمونږ د ناټو تړون په ځواک کې ګورو، چې د هغه پیوستون په نتیجه کې رامنځته شوی چې موږ د تل لپاره د دوو نړیوالو جګړو په اور کې پوخ شوی دی. موږ دا په هغو سرتیرو کې ګورو چې لاهم د کوریا په ټاپو وزمه کې پراته دي او د خپلو متحدینو سره په ګډه د سولې ساتنه کوي. موږ دا د نړۍ په هره اډه، هر [پوځي] بارک، هره کښتۍ کې ګورو چیرې چې زموږ اردو په ویاړ سره خدمت کوي او په نړۍ کې د ښېګڼۍ لپاره د یو ځواک په توګه ولاړ دي."

"په دې ورځ، موږ یوځل بیا راټول شوي یو چې په ډاګه کړو، را په یاد یې کړو، او تر ټولو مهمه دا چې د هغه راتلونکي لپاره ژمنه تازه وکړو چې زموږ وژل شویو اتلانو د هغې لپاره مبارزه کړې، او د څو نسلونو سرتیري د هغ لپاره قرباني شوي، هغه راتلونکي چې په ازادۍ، ډیموکراسۍ، مساوات، زغم، فرصت، او هو، په عدالت ولاړه وي."

XS
SM
MD
LG