Accessibility links

Breaking News

په متحده ایالتونو کې د یادونې ورځ


په متحده ایالتونو کې نن د یادونې یا درناوي (مېموریل ډای) ورځ‌ ده.‌ امریکایان دا ورځ د خپلو هغو هیوادولو د یاد او درناوي په خاطر نمانځي چې د ۱۷۷۵ کال راهیسې یې د آزادۍ لپاره سترې قربانۍ ورکړي‌ دي.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره د ۱۸۶۸ کال د مۍ د میاشتې په ۳۰ نیټه د امریکا له داخلي جګړې څخه درې کاله وروسته ونمانځل شوه.‌ هغه وخت دغه ورځ د (تزیین) د ورځې په نامه یادېدله او د متحدینو د پوځ پخواني جنرال جان لوګن، چې هغه مهال یې د متحدینو د پخوانیو پوځیانو د یو سازمان مشري کوله، رخصتي اعلان کړه. د دغې ورځ‌ د نمانځلو هدف دا و چې د هغو کسانو درناوی وشي چې د امریکا په کورنۍ جګړې کې د امریکا د اتحاد لپاره وژل شوي وو.

د لومړۍ نړیوالۍ جګړې نه وروسته د یادونې په ورځ کې د امریکا په بېلابېلو جګړو کې د وژل شويو‌ کسانو قربانیو او سرښندنو ته درناوی کول هم شامل شول.

متحده ایالتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت ارام و او په سولې کې و.‌ خو د ۱۷۷۵ کال څخه راپدیخوا،‌ یانې د امریکا د خپلواکۍ د جګړې له پیل نه وروسته،‌ یو میلیون امریکایان چې په کې پلي، هوايي او سمندري سرتېري شامل وو، د خپل هیواد لپاره ځانونه قربان کړل.

د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړه د امریکا کورنۍ جګړه وه چې نږدې ۶۰۰ زره کسان په کې ووژل شول.‌ د وژل شوو کسانو بې ساري شمیر د دې سبب شو چې د لومړي خل لپاره د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې ملي‌ هدیره جوړه شي.

په امریکا کې هغو کسانو ته خاص درناوی کیږي چې تر اوسه یې مړي پيدا شوي نه دي او یا یې هم هویت تشخیص شوی نه دی. په دوهمه نړیواله جګړه کې د ۴۰۰ زره وژل شویو امریکايي سرتیرو څخه د ۷۸ زره کسانو مړي پیدا شوي نه دي او یا یې هم هویت تشخیص شوی نه دی. د درناوي په ورځ ‌د امریکا ولسمشر د دود سره سم د ګمنام سپاهي قبر ته د ګلانو ګیډۍ ږدي.‌ د دغه قبر په مرمرینې شناختې لیکل شوي‌ دي چې ((دلته یو امریکايي سرتېری په ویاړ او درناوي سره ارام پروت دی چې یوازې خدای یې پېژني.))

د تاریخ په اوږدو کې، امریکایان لیوال نه وو چې په جګړو کې ښکیل شي.‌ اکثریت هغو کسانو چې د امریکا لپاره یې جګړه کړې ده ملکیان وو،‌ نه مسلکي پوځیان. د ۲۰۲۰ کال د یاد او درناوي د ورځې د نمانځنې په مهال،‌ د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل: ((زموږ مړه شوي سرتېري زموږ د هېواد او ازادۍ لپاره تر وروستۍ سلګې پورې جنګیدلي.))

هغه زیاته کړه: ((‌راځئ چې نن یوه شېبه د هغو زړورو نارینه وو، ښځو او د هغوی د کورنیو د نه باور کېدونکو سرښندنو په درناوي سکوت وکړو او په نړۍ کې د پایداره سولې لپاره په الهي قدر او قضا باندې توکل وکړو او خپل سپېڅلی هدف تعقیب کړو.))

XS
SM
MD
LG