Accessibility links

Breaking News

د منځني ختیځ سوله د ټولو په ګټه ده


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، اوربند "د پراخې سولې او امنیت په لور د اسرائیل او ټولو خواوو د برابرولو کیلي ده. او البته، دا کور ته د یرغمل شویو کسانو د ستنولو کیلي ده."

منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د یو ساده خو عاجل پیغام سره ورغلی و: "موږ په پای کې اوربند او د یرغمل شویو د تړون ترلاسه کولو ته اړتیا لرو، او موږ باید همدا اوس دا ترسره کړو."

بلینکن په قطر کې رسنیو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې: "وخت خورا مهم دی،ځکه چې د هرې ورځې په تیریدو سره د یرغمل شویو کسانو هوساینه او ژوند په خطر کې دی."

"وخت خورا مهم دی، ځکه چې هره ورځ په غزه کې ښځې، ماشومان او نارینه د کافي خوراکي توکو او درملو پرته رنځیږي او په هغه جګړه کې د ټپي کیدو یا مړینې له خطر سره مخامخ دي چې دوی نده پیل کړې او دوی نشي کولی چې ویې دروي. او وخت ځکه د اهمیت وږړ دی چې د هرې ورځې په تیریدو سره په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خطر شته."

متحده ایالات د مصر او قطر سره په ګډه کار کوي چې د ایران او حزب الله په ګډون ټولو احتمالي لوبغاړو ته د اړینو پیغامونو په لیږلو سره د تاوتریخوالي د شدید کیدو مخه ونیسي ترڅو داسې ګامونه پورته نکړي چې شخړه لا پسې شدیده یا پراخه کړي. او قطر او مصر په ځانګړې توګه له حماس سره په مستقیم تماس کې دي او د سولې د دې موافقې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

ولسمشر جوبایډن د می په میاشت کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره مفصل پلان وړاندې کړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تایید شو. اسرائیل اوس دا وړاندیز منلی دی، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "موږ هیله او تمه لرو چې حماس به هم همداسې وکړي."

بلینکن ټینګار وکړ، "دا [اوربند] باید ترسره شي او دا باید په راتلونکو ورځو کې ترسره شي، او موږ به د پای لیکې ته د رسیدو لپاره هر ممکنه هڅه وکړو."

"دا ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره د مرستې کیلي ده چې موږ وکړای شو د حوثیانو سره په سره بحیره کې تود حالت راټیټ کړو. دا هغه کیلي ده چې ږګږرو ایا موږ کولی شو د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د [اړیکو] عادي کولو تړون تعقیب کړو، کوم چې دواړه هیوادونه ډیره لیوالتیا لري. دا په حقیقت کې د هرچا د ځای په ځای کولو کیلي ده، له اسرائیل څخه یې چې پیل کړو، د پراخې سولې او امنیت په لور لار. او البته، دا کور ته د یرغمل شویو کسانو د ستنولو کیلي ده."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "هلته امریکایان شته چې په غزه کې یرغمل پاتې دي." هغه زیاته کړه، "او زه د امریکا د ګټو په اړه خورا روښانه وم چې ډاډ ترلاسه کړم چې زموږ خلک خپلو کورنیو ته راستانه شي او د وژل شویو کسانو پاتې شوني بیرته [خپل هیواد ته] راوړل شي."

XS
SM
MD
LG