Accessibility links

Breaking News

ناټو راتلونکې ته تیاری نیسي


په پولنډ کې د ناټو ځواکونو پوځي تمرینونه
په پولنډ کې د ناټو ځواکونو پوځي تمرینونه

د ناټو لپاره د متحده ایالاتو سفیرې جولیان سمېت وویل، د ناټو تړون "خپل دفاعي او د مخنیوي قوت پیاوړی کوي."

د ناټو لپاره د متحده ایالاتو سفیره جولیان سمېت وایي، د اوکراین لپاره قوي، متحد ملاتړ پداسې حال کې چې دا هیواد د روسیې د وحشیانه جګړې په مقابل کې د ځان دفاع کوي د ناټو لپاره یو لومړیتوب دی. دا ځکه چې "د اوکراین پوځي ځواکونه نه یوازې د خپلې خاورې د دفاع لپاره جګړه کوي، بلکې دوی د ناټو د تړون او د ملګرو ملتونو د منشور د ارزښتونو د ساتنې لپاره هم جګړه کوي."

سفیرې سمیت وویل، په حقیقت کې، د ناټو ستراتیژیک مفهوم "روسیه د تړون لپاره یو ګواښ بولي." هغې زیاته کړه. "خو دا ډیرې هغه ننګونې هم په ګوته کوي چې مونږ ورسره مخ یو، که هغه د چین ولسي جمهوریت او د هغې هڅې دي چې تړون دننه سره جلا کړي او یا ځینې نورې ننګونې لکه سایبري امنیت، د اقلیم د امنیت ننګونې چې د نوې راپورته کیدونکي او له ټیکنالوژۍ څخه پیدا کېدونکي ګډوډي یا حتی د فضایي چارو اړوندې ننګونې دي."

آغلې سمیت وویل، "دا ستراتیژیک مفهوم د راتلونکي لپاره د ناټو یو اصل دی،" هغې زیاته کړه، "مونږ د سایبري امنیت یا ناوړه سایبري بریدونو په څیر شیانو ته ګورو، او پدې هکله [ناټو] تړون سره راغونډیږي ترڅو لومړی او د هر څه دمخه د خپلو شبکو ساتنه وکړي او د نویو وسیلو په پراختیا تمرکز وکړي، نوي نوښتونه چې مونږ ټول د هغو هیوادونو څخه په ښه توګه خوندي کړي چې د سایبري بریدونو له لارې مونږ تهدید کړي یا هڅه وکړي او مونږ سره وویشي یا مونږ یو یا بل دریځ ته اړ کړي. مونږ په ورته وخت کې نورو هایبرډ [دوه ګونو] تاکتیکونو ته ګورو چې زموږ مخالفین یې مونږ ته متوجه کوي. ځینې هیوادونه، د مثال په توګه روسیه، مخ په زیاتیدونکي توګه په غلطو معلوماتو تکیه کوي. دا د خبرو اترو موضوع ده. د انرژۍ امنیت د خبرو بله موضوع ده.»

سفیرې سمیټ وویل: "تړون د سمندر لاندې مهمې زیربناوې [هم] له نږدې څاري، په ځانګړي توګه د نورډ سټریم یو او دوه [پایپ لاین] باندې د بریدونو وروسته." او په پای کې، ناټو د دوو نویو متحدینو هرکلي ته سترګې په لار دی: سویډن او فنلنډ، چې په اوکراین د روسیې د یرغل په ځواب کې یې د غړیتوب غوښتنه کړې.

هغې وویل: "دا هغه دوه هیوادونه دي چې د ارزښتونو استازیتوب کوي ... موږ د ساتنې لپاره دلته یو. دوی بشپړه دموکراسي دي، خو دوی خورا وړ متحدین هم دي. دا هغه دوه هیوادونه دي چې د ډیرو کلونو لپاره یې د ناټو ځواکونو سره تمرين او روزنه کړې او د ناټو په ماموریتونو کې یې هم برخه اخیستې ده."

سفیرې سمیټ وویل: "په ګډه، دا تړون د خپلې دفاع او د مخنیوي قوت په پیاوړي کولو سره دودیزو پوځي ننګونو ته ګوري." او زیاتوي، "خو تړون له دې هاخوا ښه ښکاري، د خپل اصلي ماموریت څخه هاخوا د یو لړ نويو ننګونو په وړاندې عمل کول چې مونږ ټول ورسره مخ یو."

XS
SM
MD
LG