Accessibility links

Breaking News

د افغانستان لپاره د امریکا نوې مرستې


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پورې به ټول امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووخي. خو بیا هم جمهور رئیس بایډن وویل سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسیږي، د امریکا مرستې به له افغانستان سره دوام وکړي. هغه وویل: "مونږ به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرستې برابرې کړو."

د جون په څلورمه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، په یوه لیکلې وینا کې اعلان وکړ چې متحده ایالات به د افغانستان د خلکو سره د ژمنو د یوې برخې په توګه د ۲۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړي.

ښاغلي بلینکن وویل: "د امریکا د خلکو او زمونږ د نړیوالو شریکانو له خوا دا مرستې به په بشري چارو کې د ۴.۸ میلیون داخلي بې ځایه شویو په ګډون د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیون وګړږ سره مرسته وکړي. یوازې سږکال د افغانستان دننه څه دپاسه ۱۱۵ زره کسان د کورنۍ جګړې په وحه بې ځایه شوي دي او نژدې ۵۰۰ زره نور کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې مرستو ته اړتیا لري."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "دا پیسې به د سرپناه په برابرولو، کاري فرصتونو، ابتدایي صحي چارو، په بیړنیو غذایي بستو، د څښاک اوبو او د کروناویروس په وړاندې په په تحفظي چارو ولګیږي. له بلې خوا دغه مرستې به د ښځو او نجونو په ګډون د ګواښ سره مخامخو افغانانو ته د لازم حفاظت په برابرولو کې ګټورې ثابتې شي چې د کرونا وبا او د لسیزو جګړو په دلیل د جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.."

ښاغلي بلینکن زیاته کړه: "د څو کلونو راهیسې متحده ایالاتو هېواد ته د بیرته ستانه شویو افغانانو او کورنیو بې ځایه شویو خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی دی. پداسې جال کې چې د امریکا پوځي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، زمونږ د مرستو دوام څرګند دی. مونږ د خپلو دپلوماتیکو، اقتصادي او کمکي لارو چارو ښکیل پاته کیږو تر څو د سوله ییزې او باثباته راتلونکې څخه چې د افغانستان خلک یې غواړي او وړتیا یې لري، ملاتړ وکړو."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل: "د افغانستان او طالبانو مشران هڅوو چې د سوله ییز حل او د دایمي او پراخ اوربند لپاره پرمختګونه ګړندي کړي، د څه دپاسه څلویښت کلنې جګړې ته د پای ټکې کیږدي او داسې شرایط رامنځ ته کړي چې [افغان] پناه غوښتونکي وکړای شي چې په مصونه توګه خپل هیواد ته ستانه شي."

XS
SM
MD
LG