Accessibility links

Breaking News

د فلسطینیانو سره د امریکا نوې مرستې


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته په خپل لومړني سفر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د ۱۱ ورځنۍ جګړې د اوربند څخه څو ورځې وروسته اسرائیل ته ولاړ. دغه تاوتریخوالي په غزه کې پراخې ویجاړۍ رامنځ ته کړې او څه دپاسه ۲۵۰ کسان په کې ووژل شول چې اکثریت یې فلسطینیان وو.

رام الله ته د سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن اعلان وکړ چې متحده ایالات د فلسطینیانو سره د ۱۱۰ میلیون ډالرو مرستې په پروسیس کولو بوخت دی چې د روان کال د مارچ په میاشت کې د فلسطین سره د اعلان شویو څه دپاسه ۳۶۰ میلیون ډالرو د مجموعي مرستو یوه برخه ده.

ښاغلی بلینکن وایي، «مونږ پوهیږو چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مونږ باید د رامنځ ته شوې فرصت څخه ګټه واخلو چې اساسي موضوعګانو او چلنجونو ته ځواب ووایو. او دا په غزه کې د ستر بشري ناورین په مخنیوي او د بیارغاونې په پیل کیدلو پیل کیږي.»

پدغه اعلان کې ۳۸ میلیون ډالر نوې مرستې شاملې دي چې په لویدیځه غاړه او غزه کې د بشري مرستو د هڅو ملاتړ وشي. ددغو مرستو نژدې ۳۳ میلیون ډالر به په لویدیځه غاړه او غزه کې د فلسطیني مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار دفتر یا UNRWA د عملیاتو د ملاتړ لپاره ورکړل شي. ۵.۵ میلیون نور ډالر به په غزه کې د بشري مرستو نورو شریکانو ته ورکړل شي.

د متحده ایالاتو له کانګرس سره پدې کار روان دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د پراختیایي مرستو نړیواله اداره ۷۵ میلیون ډالر په راتلونکي کال کې په لویدیځه غاړه او غزې کې د مرستو او بیارغاونې لپاره پرمختیایي او اقتصادي مرستې وشي. دغه مرستې د ۷۵ ډالرو مرستو سربیره دي چې د اپریل د میاشتې په اوومه اعلان شوي.

وزیر بلینکن وویل: «ټولې دغه مرستې به داسې مدیریت شي چې د فلسطین خلک ترې ګټه واخلي نه حماس چې غزې ته یې له بدبختۍ او ناهیلې پرته نور څه ندي راوړي.»

هغه وویل: «د د فلسطین خلکو ته د متحده ایالاتو مرستې د امریکا ګټې او ارزښتونه په ډاګه کوي. دا هغو خلکو ته مهمه مرسته ده چې سخت اړ دي، اقتصادي وده هڅوي او د اسرائیل-فلسطین د توافق، د امنیتي هماهنګۍ او ثبات ملاتړ کوي. دا همداشان زمونږ د متحدینو او شریکانو د علایقو او ارزښتونو سره مطابقت لري.»

«د امریکا متحده ایالات د نورو مرستندویانو هڅول روان ساتي چې په لویدیځه غاړه او غزه کې د بشري مرستو او بیارغاونې چارو، پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ وکړي چې اسرائیلیانو او فلسطینیانو ته یو شان د ثبات او ودې هدف ترلاسه شي.»

XS
SM
MD
LG