Accessibility links

Breaking News

د غزې په راتلونکې کې حماس ته ځای نشته


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسپن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې، په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د احتمال په اړه وویل: "زه باور لرم چې داسې یو هدف ته نږدې کیږو چې د اوربند لامل شي، یرغمل خپلو کورونو ته ستانه شي او موږ د دوامدارې سولې او امنیت په مسیر برابر کړي. اوس خبره د ځینو حساسو جزئیاتو په اړه د مذاکراتو پای ته رسول دي کوم چې ډیر مهم دي."

د دوامدارې سولې او امنیت د ټینګولو د هڅو د اوږدمهاله هدف په اړه، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ټینګار وکړ چې حماس به د غزې په حکومتولۍ کې رول ونلري. هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د حماس او فتح په ګډون فلسطیني ډلو د چین په منځګړیتوب یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې کولی شي د غزې له جګړې وروسته د ملي پخلاینې د حکومت د جوړولو لپاره د لارې نقشه چمتو کړي.

میلر وویل: "کله چې په غزه کې د جګړې وروسته د حکومتولۍ خبره راځي، یوې ترهګرې ډلې ته پکې هیڅ رول ځای نلري. حماس له ډیر وخت راهیسې یو ترهګر سازمان دی. دوی د اسرائیلي او فلسطیني ملکي وګړو وینې تویې کړي دي." هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې موږ روښانه کړې، موږ غواړو داسې یوه فلسطیني اداره وګورو چې غزه او لویدیځه غاړه دواړه اداره کړي."

میلر وویل، امریکا له چین څخه غوښتي چې د سیمې پر هغو هېوادونو چې ورسره اړیکې لري، خپل نفوذ وکاروي او د جګړې د پراخېدو مخنیوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د بیلګې په توګه، ایران د داسې نیابتي ډلو تمویل او ملاتړ ته دوام ورکړی چې په اسرائیل راکټونه توغوي، یا د حوثیانو په څېر چې په سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي. موږ له چین څخه غوښتي او غواړو چې ددې بریدونو د پای ته رسولو لپاره خپل نفوذ وکاروي. "

میلر وویل چې د ملي پخلاینې د فرضي حکومت او د حماس د ویاند له څرګندونو سره سره، "چې وخت په وخت څرګندونې کوي... حماس د یو سازمان په توګه د تاوتریخوالي ملاتړ، د تروریزم ملاتړ او د اسرائیلي دولت د ویجاړولو ژمنتیا نده پرې ایښې."

متیو میلر وویل: "په پای کې، د دې ډاډ د ترلاسه کولو لپاره چې حماس یو ځل بیا په غزه کې واک او قوت ترلاسه نکړي، په کار ده چې د فلسطیني وګړو د راتلونکې لپاره یوه بله سیاسي لاره برابره شي او دا هغه څه دي چې موږ ورته ژمن یو او هڅه کوو چې په سیمه کې له خپلو ټولو شریکانو سره ورباندې کار وکړو."

XS
SM
MD
LG