Accessibility links

Breaking News

په بلاروس کې د اپوزیسیون مشران یرغمل شوي


په بلاروس کې د اګست د نهمې د درغلیو ډکو انتخاباتو په نتیجه کې د خپلسري واکمن الکساندر لوکا شینکو د بیا انتخابیدو راهیسې سیاسي غوغا روانه ده.

په بلاروس کې د سیاسي اپوزیسیون غړو د ملي هم آهنګۍ شورا یا ان سي سي جوړه کړې چې د بلاروس له مقاماتو سره د ازادو او مناسبو انتخاباتو د کولو او د واک پر انتقال خبرې وکړي. د یوې ښه لارې د غوره کولو پر ځای د لوکاشینکو رژیم د ملي هم آهنګۍ د شورا په وړاندې د سیاسي انګیزې له مخې پلټنې پیل کړي او ددغې شورا غړي یې نیولي، په زور له هیواد نه ایستلي او یرغمل کړي دي.

د امریکا متحده ایالات د سپتمبر په ۷ نیټې په منسک کې د ماریا کالیسنیکووا په یرغمل کولو او د سپتمبر په اتمه د هیواد نه د (شورا) د ویاند انتون رودنینکوف او اجرائیه سکرتر ایوان کراوتسو په زور ایستلو سخت اندیښمن شوي. همداشان د ملي هم آهنګۍ د شورا غړی مکسیم زنک هم په بله ورځ نیول شوی.

د امریکا متحده ایالات د میرمن کالیسنیکووا او د بلاروس د خلکو زړورتیا ستایي چې په سوله ییزه توګه د ازادو او عادلانه انتخاباتو له لارې د خپلو مشرانو د ټاکلو لپاره په خپلو حقونو ټینګار کوي. اعتراض کوونکي د حکومت مقاماتو له خوا د وحشیانه خشونت او ځپنې سره مخامخ دي چې په کې په رڼا ورځ د زرګونو کسانو نیول او همداشان مخ په زیاتیدونکې توګه یرغمل کول شامل دي.

د سپتمبر د لومړۍ نیټې راهیسې د پوهنتونونو د محصلینو ځپل روان دي چې د امنیتي ځواکونو په واسطه چې تور کالي یې اغوستي او مخونه یې په ماسکونو پټ دي عملي کیږي. زیات شمیر یې په سړکونو نیول کیږي او په بې نښانه میني بسونو کې اچول کیږي.

د امریکا متحده ایالات د خپلو شریکانو او متحدینو سره په هم آهنګۍ په یو شمیر نورو هدفي بندیزونو باندې غور کوي تر څو په بلاروس کې هغه کسان چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو او ځپلو کې ښکیل دي ورسره حساب کتاب وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه اعلامیه کې ویلي: «مونږ د بلاروس مقاماتو ته د هغوی د مسولیت یادونه کوو چې د میرمن کالیسنیکووا او ټولو هغو کسانو امنیت تضمین کړي چې په غیر عادلانه توګه نیول شوي.»

ښاغلي پمپیو وویل: «مونږ د بلاروس پر مقاماتو غږ کوو چې د خپلو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، د امریکایي تبعه ویتالي شکیلیاروف په ګډون ټول هغه کسان خوشې کړي چې په غیرعادلانه توګه بندیان شوي او د بلاروس د ټولنې د واقعي استازو سره معنی داره خبرې پیل کړي».

XS
SM
MD
LG