Accessibility links

Breaking News

ایران باید له فرصت څخه په استفادې سوله وکړي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګېست
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګېست

په ایران باندې د سولې کولو فشارونه په داسې حال کې زیاتیږي چې د ایراني بندرونو محاصره دوام لري. د جګړې وزیر، پیټ هګسیت د اپریل ۲۴مې په یو پیغام کې وویل: «د عمان له خلیج څخه تر پرانیستو اوبو پورې، زموږ سمندري ځواکونه په قاطعیت او له بخښنې غوښتلو پرته دغې محاصرې ته ادامه ورکوي.»

هګسیت وویل، تراوسه، د ایران له بندرونو څخه ۳۰ کښتۍ ګرځول شوي، خو غیر ایراني کښتیو ته اجازه ورکول کیږي، چې ډیرې یې تیرې شوي دي. هغه وویل، دا محاصره یوازې د عربو په سمندر کې نده بلکې نړیواله ده.

وزیر هګسیت وویل: « په دې اونۍ کې، موږ دوه ایرانۍ بې مجوزه بیړۍ د هند-پسیفک په سمندر کې ونیولې چې د محاصرې له پیل کیدو دمخه یې د ایران له بندرونو څخه حرکت کړی و. دوی فکر کاوه چې و به رسیږي خو و نه رسیدلې. موږ د دوی دا کښتۍ ونیولې او نورې به یې هم ونیسو."

هغه اعلان وکړ: "هیڅوک د هرمز د تنګي څخه د نړۍ بل هر ځای ته د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له اجازې پرته سفر نه کوي." وزیر هګسیت د تهران رژیم ته په خطاب کې وویل: "محاصره د هر ساعت په تیریدو سره لا ټینګیږي. کنترول زموږ په لاس کې دی، او په تګ او راتګ بشپړ بندیز دی."

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد ځپل شوې قول اردو "د سمندري غلو د یوې ډلې تر کچې راټیټه شوې چې خپل بیرغ لري." وزیر هګسیت وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو "په هیڅ شي کنټرول نه لري. هغوی د سمندري غلو په څیر عمل کوي، د ترهګرو په څیر عمل کوي. د کښتیو په لاره کې ماینونه ږدي او پر کښتیو بې پرې ډزې کوي. هغوی د څو اونیو په ترڅ کې خپل ۴۵ زره خلک او بې ګناه لاریون کوونکي ووژل.» ایران اوس فرصت لري چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو انتخاب وکړي.

وزیر هګسیت وویل: "دوی باید یوازې همدومره وکړي چې په ریښتینې او تاییدېدونکې توګه اټومي وسلې پریږدي. که نه، د امریکا تر سخت فشار لاندې به یې د رژیم کمزوری اقتصادي حالت سقوط وکړي."

وزیر هګسیت خبرداری ورکړ: "انتخاب د هغوی دی. خو له روانې محاصرې سره، وخت د دوی په خوا نه دی،" په عین وخت کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ته امر کړی هره هغه ایرانۍ چټکه کښتۍ له منځه یوسي چې په اوبو کې د ماینونو ایښودلو او یا د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د ګډوډولو هڅه کوي.

وزیر هګسیت وویل: "ایران د جدي معاملې کولو لپاره تاریخي فرصت لري، او توپ د دوی په خوا کې دی. په هر صورت، د جګړې وزارت د هغه څه دپاره چې له دې وروسته راځي، چمتو ولاړ دی."

XS
SM
MD
LG