Accessibility links

Breaking News

د" امریکا د لویې وچې سپر " په نوم د ایتلاف د فعالیتونو پراخول

د امریکا د لویې وچې سپر (Shield of the Americas) په نوم ایتلاف د متحده ایالتونو په مشرۍ یو ائتلاف دی چې موخه یې په لوېدیځه نیمه‌کره کې د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پیاوړتیا او په پولو کې د ترهګرۍ او جرایمو د فعالو سازمانونو پر وړاندې ګډه مبارزه ده. دا نوښت د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې رامنځته شوی چې د لاتینې امریکا او کارابین ګڼ هېوادونه پکې شامل دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې «د امریکا سپر» د ایتلاف په یوه غونډه کې ګډون وکړ. هغه وویل، د ټاکنو له لارې د لاتینې امریکا په ګڼو هېوادونو کې سیاسي تمایل د ښي اړخ پر لور روان دی. نوموړي وویل: «دا یو ښه شی دی.» هغه زیاته کړه چې د اوږدې مودې لپاره پخوانیو مشرانو اجازه ورکړې چې د لوېدیځې نیمې کرې ځینې برخې د کارټلونو او جرمي ډلو او شبکو د تاوتریخوالي، بې‌ کنټروله کډوالۍ او بهرنۍ لاسوهنې له امله بې‌ثباته شي.

« د امریکا د لویې وچې سپر» دا څرګندوي چې لوېدیځه نیمه‌کره هغه مهال پیاوړې، خوندي او سوکاله کیدای شي چې ټول هېوادونه د نشه‌یي توکو د کارټلونو له ګواښ سره په ګډه مقابله او مبارزه وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «د کلونو لپاره کارټلونو د دې نیمې کرې د خلکو په وړاندې جګړه کړې ده. اوس موږ د هغوی په وړاندې جګړه کوو.»

هغه کارټلونه «له تاوتریخواله ډکې ډلې اوړ شبکې» او هغه ملیشه ‌پوځي ځواکونه سیمې یې تر فزیکي کنټرول لاندې راوستي دي.

ولسمشر ټرمپ « د امریکا د لویې وچې سپر » په نوم د ائتلاف له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د نشه‌یي توکو اړوند ترهګرې ډلې په رسمي ډول د ثبات په وړاندې ګډ ګواښ وبولي او پر ټولو هغو ۲۴ بهرنیو ترهګرو سازمانونو چې متحده ایالتونو په تور لست کې مشخص کړيدي، سخت بندیزونه ولګوي.

هغه وویل: «زما نه مخکې، هېچا په رسمي ډول هیڅ هم ونه کړل. تاسو پخپل سر پرېښودل شوي وئ. خو اوس نور پخپل سر څه نشی کولای.»

ټرمپ همداراز د غړو هېوادونو د هغو اقداماتو څخه مننه وکړه چې د نوموړي په وینا، ددې سازمانونو د خوندي پناه ځایونو د له منځه وړلو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

هغه وویل: «زموږ ګډو هڅو لا دمخه سلګونه زره کسان د فینټانیل د وژونکي مخدره توکو له مرګ څخه ژغورلي او له کارټلونو څخه یې له ۴ میلیارد ډالرو څخه زیاته شتمني ترې اخیستې ده.» د ټرمپ په وینا، ځکه متحده ایالتونو ته د سمندر له لارې د فینټانیل لېږد ۹۷ سلنه کم شوی دی.

ولسمشر ټرمپ له غړو هېوادونو وغوښتل چې د لوېدیځې نیمې کرې د پراخو طبیعي سرچینو د خوندي کولو لپاره هم ګډ کار وکړي. هغه وویل: ددې هدف د ترلاسه کولو او د ټولو غړو هېوادونو د پیاوړتیا لپاره له دوی سره ګډ کار او ګډ اقدام وکړي. هغه زیاته کړه دا ائتلاف غړو ته اجازه ورکوي چې په ګډه دریځ څرګند کړي، «موږ باید د خپلې انرژۍ پایپ‌لاینونو، نادرو ځمکنیو عناصرو او د کرهنیزې سوداګرۍ د لېږد پر لارو خپل کنټرول خوندي کړو.»

نوموړي ټینګار وکړ: «د امریکا د لویې وچې سرچینې باید تل د امریکا د لویې وچې د خلکو ملکیت وي.»

ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه د دې هدف د ترلاسه کولو او د ټولو غړو هېوادونو د پیاوړتیا لپاره له دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه: «زه یوازې غواړم تاسو پوه شئ چې متحده ایالتونه ستاسو تر شا ولاړ دي.»

« د امریکا د لویې وچې سپر» ائیتلاف غړو هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې د امنیتي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو مسلو په اړه ګډ اقدام وکړي. دا ائتلاف غړو ته اجازه ورکوي چې په ګډه دریځ څرګند کړي، ځکه په ګډه عمل کې د لا ډېر ځواک امکان شته.

XS
SM
MD
LG