د سپتمبر ۷مه په متحده ایالتونو کې د کارګرانو ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې هر کال په ټولنه کې د امریکايي کارګرانو د ونډې د درناوي لپاره ځانګړې کېږي چې د یوې آزادې او سوکاله ټولنې په جوړولو کې یې ترسره کړی دی.
له ۱۶۰۷ کال راهیسې، په لسګونو میلیونه خلک په قانوني توګه امریکا ته کډوال شوي دي. د دغو ډېرو کډوالو لپاره، لومړني کلونه له سختیو او محرومیتونو سره مل وو. د جیمزټاون د انګریزانو د مستعمرې دوه پر درېیمه برخه اوسېدونکي د لومړي کال په ترڅ کې مړه شول. ډېرو چینايي کارګرانو د نیواډا په غرونو کې د اوسپنیزې پټلۍ د جوړولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۱۸۹۰مو کلونو کې، ایټالوي، ایرلنډي، یهودي او نورو کډوالو چې د نیویارک ښار د جامو په صنعت کې یې کار کاوه، زیاتره په هغو دوکانونو کې پر وړو کټونو کې ویده کېدل چې هلته یې له لسو ساعتونو څخه زیات پرلهپسې کار کاوه.
هغه تورپوستي امریکایان چې د خپلې خوښې خلاف متحده ایالتونو ته راوستل شوي وو، د غلامۍ له وحشت او زور زیاتیو سره مخ شول. هسپانويالاصل، اسیایي او نورو کډوالو هم د لسیزو لپاره د دندې او کار لټولو پر مهال له تبعیض سره مخامخ شوي دي.
خو له دې ټولو ستونزو سره سره، سخت کار او قربانۍ د امریکايي کډوالو لپاره پایلې او بریاوې هم له ځانه سره درلودلې دي. د آزاد بازار د هڅوونکو فرصتونو له امله، ځینې هغه کډوال چې د کارګرانو په توګه یې ژوند پیل کړی و، په بریالیو متشبثینو بدل شول. انډریو کارنیګي، چې د یو بېوزلي سکاټلنډي کډوال زوی و، د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره یې د پیغامرسوونکي هلک په توګه ښار کې کار پیل کړ. وروسته هغه د امریکا د فولادو د صنعت یو مخکښ مشر شو او د خپلې سترې شتمنۍ ډېره برخه یې علمي، ښوونیزو او بشري مرستو ادارو ته ډالۍ کړه.
سموئیل ګولډفیش، چې یو یهودي کډوال و او وروسته یې خپل نوم ګولډوېن (Goldwyn) ته بدل کړ، د امریکا د سینمايي فلمونو د صنعت له بنسټايښودونکو څخه شو. ایګور سیکورسکي په ۱۹۱۹ کال کې له روسیې څخه امریکا ته د یوه بې وزله کډوال په توګه راورسېد. د شلو کلونو په دننه کې، هغه د سمندرونو د اوږدو تجارتي الوتکو او د نړۍ د لومړنیو چورلکو په جوړولو بوخت و.
امریکا د زیارکښو او نوښتګرو خلکو انحصار نه لري. دا ډول نارینه او ښځې د نړۍ په هر هېواد کې موندل کېږي. خو امریکا داسې ګټې او فرصتونه لري چې ډېر هېوادونه یې نه لري — د قانون حاکمیت او د آزادې سوداګرۍ نظام. لکه څنګه چې بنیامین فرانکلین څه باندې دوه سوه کاله وړاندې ویلي وو: « د حکومت له خوا، د هڅونې په برخه کې، په حقیقت کې هغه څه موجود دي چې له ښو قوانینو او آزادۍ څخه ترلاسه کېږي. په لنډه توګه، امریکا د کار ځمکه ده.»
لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د کارګرانو ورځې په اعلامیه کې وویل:
«زموږ د خاورې د افسانې له لومړیو ورځو راهیسې، زموږ د ملت راتلونکی د امریکايي کارګر په مهارت، هوډ او نه ماتېدونکي زغم جوړه شوی دی. له لومړنیو مېشتېدونکو څخه چې د یوه نوي ملت بنسټونه یې کېښودل، تر هغو نوښتګرو پورې چې زموږ د اوسپنیزو پټلیو، د فولادو د کارخونو او هسکو او دنګو لوړو ودانیو په جوړولو کې یې ونډه واخیسته، د امریکا عظمت تل د کاري ځواک پر پیاوړتیا ولاړ پاتې شوی دی.
د کارګرانو پدې ورځ ، موږ د امریکا د کاري ځواک د ویاړلی میراث درناوی کوو او هغه نه ماتېدونکي احساس او لوړې روحيې ته درناوی کوو چې نږدې ۲۵۰ کاله وروسته هم زموږ کاري ځواک پیاوړی ساتي.»