Accessibility links

Breaking News

د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د شرایطو د برابرولو وخت رارسیدلی

متحده ایالتونه لا هم د سولې د ټینګښت او د خلکو د بې‌ځایه کېدو د پای ته رسولو لپاره ژمن دی، او د داسې شرایطو د رامنځته کولو هڅه کوي چې کډوال وکولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې، متحده ایالتونو د واشنګټن د تړونونو په منځګړیتوب کې مرسته وکړه، چې له امله یې د بې‌ځایه شویو کډوالو دپاره خپلو کورونو ته د بیرته ستنېدو زمینه برابره شوه.

د متحده ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو یوې استازې، سفیرې جنیفر لوسیتا، له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د دغو تړونونو د پلي کولو لپاره خپله ژمنتیا په عمل کې وښيي.

متحده ایالتونه د سودان په اړه لا هم د بشري مرستو دپاره د اوربند غوښتنه کوي او له ښکېلو خواو غواړي چې د ملکي وګړو ساتنه او په ښه نیت خبرې اترې تر سره کړي څو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسېږي.

سفیرې لوسیتا وویل: «موږ همدارنګه بیا خپلو هڅو ته زور ورکړی څو د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د درولو او د اوربند او د خبرو اترو له لارې د یوې چټکې او تلپاتې پایلې پر لور پرمختګ وشي. موږ د ټولو هغو ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د بېرته ستنېدو ملاتړ ته دوام ورکوو چې د دې جګړې له امله بې‌ځایه شوي یا په زور انتقال شوي دي.»

الجزایر له ۵۰ کلونو راهیسې د صحراوي کډوالو کوربه دی، چې په نړۍ کې دوهم تر ټولو اوږدمهالې کډوالۍ وضعیت په ډاګه کوي. اوس یو فرصت لاس ته راغلی دی چې دغه اوږدمهاله سیاسي شخړه پای ته ورسېږي او دغو کډوالو ته د باعزته او آزادې راتلونکې فرصت ورکړل شي.

سفیرې لوسیتا په ټینګار وویل: «په ټولو دغو مواردو کې باید هدف دا وي چې د خلکو بې‌ځایه کېدل پای ته ورسېږي او په راتلونکې کې یې مخنیوی وشي نه دا چې هر کال یوازې مدیریت شي.»

په ۲۰۲۵ کال کې، متحده ایالتونو د نړۍ په بیلابیلو سیموکې د کډوالو د کړکېچ په سیمو کې ددوي د ستونزو د حل دپاره د ملګرو ملتونو بیلابیلو ادارو ته له ۱.۴ میلیارد ډالرو څخه زیاته بشري مرسته برابره کړې ده. متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له لارې هم د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې رسولې دي.

سفیرې لوسیتا وویل، نړیوال نظام نور نه شي کولای جبري بې‌ځایه کېدل یوازې د کوربه هېوادونو او مرسته کوونکو هېوادونو پر غاړې واچوي او ددوي بار یې وبولي. هغې وویل: «د اصلي هېوادونو اړوند چارواکي باید بالاخره د حساب او کتاب مسؤلیت ومني.»

د دې مانا دا ده چې د کډوالو د اصلي هېوادونو حکومتونه باید ددوي د بېرته ستنېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي او په چټکۍ سره خپل بېرته ستنېدونکي اتباع ومني.

هغې وویل : «موږ همدارنګه باور لرو چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (یو ان اچ سي آر) د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې مهم رول لري. موږ له UNHCR څخه غواړو چې د نړۍ په کچه د هغو هڅو د مخکښ په توګه د مرستو په سر کې وي چې د کډوالو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي، څو هغوی په پای کې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.»

خو سفیرې لوسیتا خبرداری ورکړ: «د نړۍ د کډوالو او پناه غوښتنې نظام له مهمو اصلاحاتو پرته دوام نه شي کولی. د (یو ان اچ سي آر) تر ټولو بېړنۍ دنده باید دا وي چې داسې بدلونونه رامنځته کړي چې د کډوالو له خوا د پناه غوښتنې له میکانیزمونو څخه ناوړه اقتصادي ګټه اخیستنه ودرول شي ځکه د پراخې کډوالۍ تر ټولو لوي لامل ښایي همدا وي.»

متحده ایالتونه د ډیرې اوږدې مودې راهیسې د هغو ځنډېدل شویو اصلاحاتو هرکلی کوي چې موخه یې د ملي حاکمیت ساتنه او د نړیوال خوندیتوب له نظام څخه د درغلۍ او ناسمې ګټې اخیستنې له منځه وړل دي.

XS
SM
MD
LG