Accessibility links

Breaking News

ټرمپ او شي مشترکات وموندل

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ په بیجینګ کې د خپلو ملاقاتونو په مهال په یو شمېر مسائیلو باندې اتفاق وکړ، چې په نړۍ کې د سوداګرۍ او پېرېدونکو لپاره ثبات او ډاډ تقویه کوي.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې متحده ایالتونه او چین باید د عدالت او متقابل عمل په اساس د ستراتیژیک ثبات په برخه کې روابط ورغوي. د دغه پرمختګ د ساتلو لپاره ولسمشر ټرمپ ولسمشر شي ته واشنګټن ډي سي ته د سفر بلنه ورکړه.

دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې ایران اتومي وسلې نه شي لرلای، د هرمز تنګي د خلاصېدو غوښتنه یې وکړه او توافق یې وکړ چې هېڅ یو هېواد یا سازمان ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې حق العبور واخلي.

ولسمشر ټرمپ او ولسمشر شي د شمالي کوریا د بې اتومي کولو په اړه خپل ګډ اهداف تائید کړل.

دوی همدغه راز د دوو اړخېزو اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره دوه نوي بنسټونه ایجاد کړل: د متحدو ایالتونو-چین د سوداګرۍ بورډ او د متحدو ایالتونو-چین د پانګونې بورډ.

د سوداګرۍ بورډ به دواړو هیوادونو ته اجازه ورکړي چې د غیر حساسو توکو په برخو کې دوه اړخیزه سوداګري اداره کړي. د پانګونې بورډ به د پانګونې اړوندو مسایلو په اړه د بحث لپاره د حکومتونو ترمنځ چوکاټ برابر کړي.

ولسمشر ټرمپ یو شمیر ژمنې وکړې چې په امریکا کې به دندې رامنځته کړي او د متحدو ایالتونو د توکو لپاره به نوي بازارونه پرانیزي.

چین موافقه وکړه چې د نادرو عناصرو او نورو حیاتي منرالونو، لکه یتریوم، سکینډیم، نیوډیمیم او انډیم اړوندو اکمالاتي لارو د کموالي ستونزه حل کړي. چین به د نادرو عناصرو د تولید او پروسس د تجهیزاتو او تکنالوژیو په پلور باندې د بندیزونو یا محدودیتونو په اړه د متحده ایالتونو اندیښنې هم ختموي.

چین تائید کړ چې د چین هوايي شرکت ته به ۲۰۰ بوینګ الوتکې پېري. دا له ۲۰۱۷ راهېسې د امریکايي بوینګ الوتکو د اخیستلو په برخه کې د چین لومړنۍ ژمنه ده.

چین به همدغه راز له تر ۲۰۲۸ کال پورې د متحدو ایالتونو د زارعتي تولیداتو پیرلو ته دوام ورکوي چې د کال لږ تر لږه ۱۷ میلیارد ډالر کېږي، چېن د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د سویابین د اخیستلو ژمنه هم کړې ده.

چین د متحدو ایالتونو د غويي د غوښې د تولید د څه باندې ۴۰۰ فابریکو منقضي کېدونکی لست بېرته نوی کړ او نوی لست یې جوړ کړ، په دې سره یې د چین په مارکیټونو کې امریکايي غوښو د خرڅلاو لاره پرانسیتله.

چین همدغه راز له متحدو ایالتونو څخه د انفلونزیا له والګي څخه د پاکو چرګانو واردات بیا پیلوي.

ولسمشر ټرمپ په خپل سفر کې د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ اوږد تاریخ ته کتنه وکړه: «د درناوي او تجارت دا پیوند چې ۲۵۰ کاله مخینه لري، د داسې اینده اساس جوړوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي. امریکایان او چینایان ډېر مشترکات لري. موږ د ډېر کار درناوی کوو. موږ زړورتیا او لاس ته راوړنې ته ارزښت ورکوو. موږ له خپلو کورنیو سره مینه کوو او له خپلو هېوادونو سره مینه کوو.»

هغه وویل: «په ګډه، موږ دواړه دا فرصت لرو چې د د دغو ارزښتونو څخه د خپلو ماشومانو د عالي سوکاله راتلونکې، همکارۍ، خوشحالۍ او سولې لپاره ګټه واخلو.»

XS
SM
MD
LG