Accessibility links

Breaking News

ټرمپ په کور دننه او بهر کې د ملي امنیت ښه کولو ته مخه کړې


Aerial view of the Panama Canal
Aerial view of the Panama Canal

ولسمشر ټرمپ وویل: "نن ورځ، یو لویې امریکایي شرکت اعلان وکړ چې د پاناما کانال په شاوخوا کې دواړه بندرونه اخلي." ولسمشر زیاته کړه، "د پاناما کانال د امریکایانو لخوا د امریکایانو لپاره جوړ شوی و، نه د نورو لپاره."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس ګډې غونډې ته د خپلې دوهمې دورې جمهوري ریاست په لومړۍ وینا کې په کور دننه او بهر کې د امریکا د ملي دفاع د پیاوړتیا لپاره څو نوښتونه اعلان کړل.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا به "زموږ د دفاعي صنعت د بنسټ د پیاوړتیا لپاره، د کښتۍ جوړولو صنعت په ګډون د سوداګریزو کښتیو جوړولو او پوځي کښتیو جوړولو" کار "بیا راژوندی" کړي.

"او د دې هدف لپاره، زه نن شپه اعلان کوم چې موږ به په سپینې ماڼۍ کې د کښتۍ جوړولو یو نوی دفتر جوړ کړو او امریکا ته د دې صنعت د راوستلو لپاره به چې اړوند وي، ځانګړي مالیاتي هڅونې وړاندې کړو. موږ پخوا ډېرې کښتۍ جوړولې. نور یې ډېرې نه جوړوو، خو موږ به یې ډېر ژر جوړې کړو."

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې "زموږ د ملي امنیت د لا پیاوړتیا لپاره به متحده ایالات "د پاناما کانال بیرته ترلاسه کړي."

"نن ورځ، یو لویې امریکایي شرکت اعلان وکړ چې دوی د پاناما کانال په شاوخوا کې دواړه بندرونه اخلي." ولسمشر زیاته کړه، "د پاناما کانال د امریکایانو لخوا د امریکایانو لپاره جوړ شوی و، نه د نورو لپاره. خو نور یې کولی شي وکاروي."

ولسمشر ټرمپ وویل، د پاناما کانال د امریکایانو د وینې او خزانې په خورا لوی لګښت جوړ شوی دی. د کانال په جوړولو کې ۳۸۰۰۰ کارګران د ملاریا، مار او ماشو د چیچلو له امله مړه شول.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې کانال "د [جیمي] کارټر ادارې لخوا د یو ډالر په بدل کې ورکړل شو. خو ددې تړون نه په کلکه سرغړونه شوې ده." چین د دواړو بندرونو په اخیر کې د کانال کنټرول په لاس کې لري.

"موږ دا چین ته نه دي ورکړي، موږ دا پاناما ته ورکړي، او موږ یې بیرته اخلو."

ولسمشر ټرمپ د ګرینلینډ لپاره هم پیغام لري. "موږ ستاسو د خپل راتلونکي د ټاکلو د حق کلک ملاتړ کوو، او که تاسو یې غوره ګڼئ موږ تاسو ته د امریکا متحده ایالاتو ته ښه راغلاست وایو."

"موږ د ملي امنیت او حتی نړیوال امنیت لپاره ګرینلینډ ته اړتیا لرو. او موږ د هر هغه چا سره چې دخیل دی کار کوو چې ترلاسه یې کړو. ... موږ به تاسو خوندي وساتو. موږ به تاسو شتمن کړو. او په ګډه به موږ ګرینلینډ داسې لوړو ته یوسو چې تاسو یې هیڅکله فکر نه وي کړی."

او بالاخره، د راتلونکي نسل د ترټولو پیاوړي پوځ د جوړولو د علاقې په خاطر ولسمشر ټرمپ د امریکا د خاورې د ساتنې لپاره د "طلايي ګنبد" په نوم د توغندیو د دفاعي ډال د جوړولو پلان اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG