Accessibility links

Breaking News

متحدو ایالتونو او ایران د دوو اونیو اوربند اعلان کړ

ولسمشر ټرمپ له ایران سره په دې شرط د دوو اونیو پر اوربند موافقه وکړه چې «په بشپړ، عاجل او خوندي ډول د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه موافقه» وکړي، ولسمشر دا خبره د اپریل په اوومه نېټه په خپل ټروټ سوشل کې ولیکله.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر د دغه اوربند سره ځکه موافقه وکړه چې «موږ وار دمخه خپل ټول پوځي اهداف ترلاسه کړي او ترې اوښتي هم یو. او له ایران سره د دوامداره سولې او په منځني ختیځ کې د سولې په اړه د یوې وروستۍ هوکړې په برخه کې هم ډېر مخکې تللي یو.» «موږ له ایران څخه د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او باور لرو چې د مذاکراتو لپاره یو کارنده بنسټ دی. د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تېرو تقریبا ټولو اختلافاتو په اړه توافق شوی، خو د دوو اونیو اوربند به د دغه توافق تکمیل او تطبیق ته لاره هواره کړي.»

د جګړې وزیر پټ هګسیت وویل: «ولسمشر ټرمپ دا شېبه ممکنه کړه.» هاغسې چې ولسمشر ټرمپ د اپریل په اتمه نېټه وویل چې دا «د نړۍ د سولې لپاره یوه لویه ورځ ده. ایران غوښتل دا کار وشي، هغوی هم ستومانه شوي وو.»

پیټ هګسیت وویل چې دا ورځ ممکنه شوه او دا تاریخي او لوی بری د جګړې په ډګر کې د حماسي غضب د عملیاتو له کبله دی. د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني تر ۴۰ ورځو څخه په کمه مودې کې د امریکا د ټول جنګي ځواک د لس سلنې څخه د کمې برخې په استفادې سره د نړۍ لوی ځواکونه تس نس کړل.

وزیر هګسیت وویل: «په نړۍ کې د ترهګرۍ مخکښ ملاتړي دولت ثابته کړه چې د خپل ځان، د خپلو خلکو او د خپل قلمرو د دفاع جوګه نه دی.»

وزیر هګسیت وویل: «که ایران مو شرایط نه وای منلي، زموږ راتلونکي هدفونه به د هغوی برېښناکوټونه، پلونه، او د تېلو او انرژۍ تاسیسات وای.» «ولسمشر ټرمپ دا ځواک درلوده چې په یوې دقېقې کې د ایران ټول اقتصاد فلج کړي، خو هغه رحم غوره کړ. هغه له دغو هدفونو څخه ځکه تېر شو، چې ایران تر ډېر فشار لاندې اوربند ته غاړه کېښوده.»

د جګړې وزیر وویل چې د ایران مشرتابه پوهېږي دا توافق په دې مانا دی چې هغوی هېڅکله اتومي وسله لرلای نه شي. د شرایطو په اساس هره هغه اتومي ماده چې باید دوی یې ونه لري، له منځه به یوړل شي.

وزیر هګسیت وویل چې د جګړې وزارت د اوس لپاره خپله برخه کار وکړ، «اوس موږ د رښتیني سولې او رښیتني توافق لپاره فرصت لرو.» «موږ د پردې تر شا چمتو ولاړ یو چې ډاډه شو ایران هر معقول شرط مني.»

ولسمشر ټرمپ په ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل، « د امریکا متحده ایالتونه به د هرمز په تنګي کې د ترافیکو په زیاتولو کې مرسته وکړي. هلته به ډېر مثبت فعالیتونه وي!... هماغسې چې موږ یې په متحدو ایالتونو کې تجربه کوو، دا به منځني ختیځ طلايي دور کېدای شي.»

د متحدو ایالتونو د پوځ بري ولسمشر ټرمپ او د هغه ډلې ته یو لازمي ځواک رامنځ ته کړ چې په سختو مذاکراتو کې دخېل شي چې اوس یې په منځني ختیځ کې د اوږد مهاله سولې لپاره یې لاره پرانیستله.

XS
SM
MD
LG