Accessibility links

Breaking News

امریکا د کیوبا له لوري پېښېدونکو ګواښونو ته ځواب ورکوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې اعلام وکړ چې، "د کیوبا کمونیستي رژیم د امریکا د متحده ایالاتو ملي امنیت او د لوېدیځې نیمې کرې ثبات ته یو ژور او هر اړخیز ګواښ ګڼل کېږي."

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه خپاره شوي راپور یادونه وکړله چې عنوان یې دی "کیوبا؛ د ۲۱مې پېړۍ د کمونیزم پلازمېنه، چې په تیرو اوو لسیزو کې د کیوبا د رژیم د تخریبي کړنو جزیات پکې ورکړل شویدي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د کیوبا دې اقدام په غبرګون کې څلور هغه نهادونه چې د (ګروپو د اډمنسټریشن امپریسریال ایس ای) په نوم د امریکا له لوري له تحریم شوي شرکت څخه د تحریمونو څخه بچ کیدو کې ښکېل وو، د کیوبا د انرژۍ په برخه کې درې فعال نهادونه، او همدا راز دوه نهادونه او دوه هغه کسان د تحریمونو په لست کې شامل کړل چې بهر ته د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د لېږلو پروګرامونو له لارې د کیوبایي طبي کارکوونکو څخه د ناوړه ګټې اخیستو او جبري کارونو کې ښکیل دي.

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې د درج شویو معلوماتو له مخې، د کیوبا رژیم د خپلو کاري ځواکونو د صادراتو په پروګرام کې، چې بهر ته طبي ماموریتونه هم په کې شامل دي، د جبري کار پر بنسټ پالیسي پر مخ وړي؛ هغه عمل چې د انسان د قاچاق د یوه ډول په توګه پېژندل کېږي.

کیوبایي چارواکي د اقتصادي شرایطو او ذاتاً اجباري قوانینو څخه په ګټې اخیستنې، کارګران په دغو پروګرامونو کې شاملېدو او دوام ته مجبوروي یا تر فشار لاندې راولي؛ په داسې حال کې چې دغو کسانو ته د هغو هیوادونو لخوا چې دا کسان د کار لپاره ورځي، د ورکول کېدونکو معاشونو ۵۰ تر ۹۵ سلنه برخه ضبطوي.

په څه باندې ۵۰ هېوادونو کې لسګونه زره طبي کارکوونکي له دې استثمار سره مخ دي. د کیوبا دا طبي ماموریتونه د تاریخ په اوږدو کې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له تر ټولو لویو سرچینو څخه شمیرل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، "کیوبا د امریکا د متحده ایالاتو لپاره یو بې ساری ګواښ دی. پداسې حال کې چې د کیوبا اقتصاد د فاسد کمونیستي واکمنۍ له امله د پاشل کېدو په حال کې دی، د کیوبا د رژیم اصلي هدف دا دی چې په ۱۹۵۹ کال کې هاوانا ته د فیډل کاسټرو له ورتګ راهیسې وو: په لوېدیځه نیمه کره کې د یوه مارکسیستي انقلاب رامنځته کول چې د نړۍ له صحنې څخه د امریکا د لېرې کولو لامل شي."

راپور زیاتوي، "دا هدف اوس هم د کیوبا د حکومت د بنسټیزې افسانې او مرکزي اصل په توګه کار کوي."

راپور وایي، "نن ورځ، د کیوبا استخباراتي مامورین او اجنټان په سلګونو پټو ډلو کې خپل نفوذ او شتون ساتلی دی. دا ډلې په ټولیز ډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دښمنانه بهرني نفوذ یوه تر ټولو لویه، پېچلې او خطرناکه لاره جوړوي."

د راپور په دوام کې راغلي، "د امریکا په معاصر تاریخ کې ډېری مهم سیاسي تحولات او ناارامۍ ــ د جارج فلویډ په تړاو له لاریونونو نیولې تر د انتیفا ظهور او د امریکا په پوهنتونونو کې د ترهګرۍ د پلویانو د فعالیتونو زیاتوالي پورې ــ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د کیوبا له نفوذ سره مرتبط ګڼل کېږي"

دا راپور همدا راز اشاره کوي چې کیوبا د خپله د لوېدیځ تمدن په وړاندې یو انقلاب کړی دی؛ د دې هڅې یوه برخه د "هغې دوکه کوونکې طریقې له لارې شوې چې د لوېدیځ اولادونه له خپلو میراثونو مخ اړولو ته هڅوي. "

د راپور په دوام کې راغلي، "دا همغه کمپاین دی چې کاسټرو په ۱۹۵۹ کال کې پیل کړی و او وارثان یې اوس هم د هغه د دوام ورکولو هڅه کوي. "

دا یو داسې ګواښ دی چې د امریکا متحده ایالات یې د تل لپاره ماتولو ته ژمن دي او بندیزونه د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG