Accessibility links

Breaking News

امریکا هغه کسان په نښه کوي چې له بندیزونو څخه د ایران په ژغورلو کې مرسته کوي

FILE PHOTO: U.S. Treasury Secretary Scott Bessent speaks to the media after two days of meetings with a Chinese delegation, in Paris
FILE PHOTO: U.S. Treasury Secretary Scott Bessent speaks to the media after two days of meetings with a Chinese delegation, in Paris

متحده ایالتونه بابک زنجاني او د هغه پټه شبکه له بندیزونو څخه د ایران د بچ کېدو، د اسلامي انقلابي کارد سره د مرستې او د ایران د ورانکارو فعالیتونو د مالي حمایت له کبله مسئول ګڼي. دا اقدام د هرمز په تنګي او سیمه ییزو ګاونډیو کې په تجارتي کښتیو باندې د ایران د رژیم له بریدونو وروسته په هغه باندې فشار زیاتوي.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې په څلورو افرادو او نهو بنسټونو، چې د بابک زنجاني د ایران د بندیزونو څخه د تېښتې د شبکې عمده عناصر بلل کېږي، بندیز لګولی. زنجاني ایران او نورو هېوادونو ته په پټه د پېسو د انتقال، د مالکیت د پټولو او د عوایدو د سپینولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخیستی، چې مالي خدمتونه، د سرو زور او قیمتي ډبرو تولید، د ډیجتلي شتمنیو سوداګري او لویې ترانسپورتي او بیارغنیزې پروژې هم په کې راځي.

دا اقدامات په ایران کې دننه د زنجاني فعالیتونه او له ایران څخه د باندې یو لړ شرکتونه په نښه کوي چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د څانګې تر بندیزونو لاندې د ډیجیټلي شتمنیو د تبادلې حمایت یې کړی، همدغه راز یې مدیران او اجرائیوي مشران هم په نښه کوي.

زنجاني د ترانسپورت او تاسیساستو د لویو چارو ترڅنګ، د زدسکس او زدکسیون په ګډون یې د ډیجیټلي شتمنیو د شرکتونو یوه شبکه جوړه کړې چې تر ډېره یې د سپاه پاسدران انقلاب لپاره په پېسو وینځلو کې ترې استفاده کوله.

د زنجاني شرکتونو هم د عمومي تجارتي شرکتونو او هم د پټو مالي چوکاټونو په توګه فعالیتونه کړي چې د بندیزونو د لېرې کولو او د ایران د بنسټونو حمایت یې برابروه.

زنجاني په تېرو دوو کلونو کې دDot One په نوم د خپلو تش په نامه شرکتونو د اجرائیوي مشر او پټ مالي ملاتړي په توګه کار کړی دی.

د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې د Dot One Value باندې بندیز لګولی. دغه شرکت د لوژیستیک، عامه اړیکو، هوايي چلند، ترانسپورت او ډیجیټلي شتمنیو په برخو کې فعال و. زنجاني په ۲۰۲۴ کال کې د خپل شرکت اجرائیوي مشر وټاکل شو او په دغه شرکت باندې یې کنترول ترلاسه کړ.

همدغه راز د Dot One د سرو زرو په شرکت باندې هم بندیز لګول شوی- د زنجاني د سرو زرو په ضرابخانې- چې د ټوکن طلا یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې د سرو زرو په حمایت د ډیجیټل شتمنیو ټوکن دی، هم بندیز لګول شوی.

د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې د Dot One د اورګاډي په شرکت، د Dot One د بارتر په شرکت، د Dot One په هوايي شرکت او د Dot One شرکت په سفرونو چې د Dot One Value دخېل دی، هم بندیز لګولی دی.

د ۲۰۲۶ د جنورۍ په ۳۰مې نېټې د بهرنیو شتمنو د کنترول څانګې په بریټانیا کې د زنجاني په دوو ثبت شویو صرافیوZedcex او Zedxionباندې بندیز ولګوه. دغو صرافیو د ایران د سپاه پاسدران په نمایندګۍ پېسې پروسس کولې.

همدغه راز یې د Zedpay په نوم په یو بل شرکت باندې چې ډیجیټلي اسعارو او د انتقال نړیوال خدمتونه یې وړاندې کول، هم بندیز ولګوه.

په دوبۍ کې د Zedx په نوم په یو بل شرکت او په مدیر یې سهراب اومخمدوف باندې هم بندیز لګول شوی.

په دوبۍ کې دBZ Diamond FZCO په شرکت باندې، چې د Zedxion د ډیجیټلي شتمنۍ له پروژو سره یې مرسته کوله، هم بندیز ولګوه. د زنجاني په خور بهاره مرتضی او هغې ته په بلې مهمې ښځې سولماز باني باندې هم بندیز لګول شوی.

د ماليې وزیر سکات بسینت وویل: «د ایران رژیم د خپل بې پروا چلند له کبله لویه بیه پرې کوي، داسې چې د ریال ارزښت خپلې تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی او انفلاسیون هم ډېر لوړ شوی دی. د ولسمشر ټرمپ تر رهبرۍ لاندې، د ماليې وزارت به د ایران د فاسد رژیم د مالي ملاتړو او تسهیل کونکو په ګډون د اشرافو د اقتصادي لارو بندول روان ساتي.»

XS
SM
MD
LG