فدرالي اجنټانو درې نور ایراني اتباع چې په متحده ایالاتو کې اوسیدل او د ایراني رژیم سره یې اړیکې درلودې، وروسته تر هغه ونیول چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یې د دایمي قانوني اوسیدو حیثیت لغوه کړ.
سید عیسی هاشمي، مریم تهماسیبي او زوی یې د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او مهاجرت ادارې په حراست کې دي او انتظار کوي چې د متحده ایالاتو څخه وایستل شي.
عیسی هاشمي د معصومه ابتکار زوی دی چي په "چغې وهونکې ماري" هم مشهوره ده، د هغو اسلامپالو اورپکو ویانده چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې یې په تهران کې د متحده ایالاتو په سفارت یرغل کړی و او ۵۲ امریکایان یې د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل کړي و.
ابتکار د متشددو اورپکو لپاره چې د ایران د یرغمل په بحران کې ښکیل و، په ناوړه تبلیغاتو خپرولو کې د نقش لرلو له کبله نومبدې وه.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یرغمل نیونکو لپاره د مشرې ویاندې په توګه، ابتکار په ناسمه توګه تبلیغ کاوه چې د یرغملو سره انساني رویه کیږي، داسې جعلې مرکې یې تنظیم کولې چې پکې ښودل کیده په امریکایي یرغملو فشار راوړل کیده چې د هغوي سره رویه مثبته وښیي، پداسې حال کې چې هغوي په انفرادي توګه په بند کې ساتل کیدل، مخونه یې پټ او وږي ساتل شوي و او د وهلو ډبولو او جعلي اعدام کیدو په شمول یې په رواني او فزیکي توګه ډارول.
ابتکار د خپل یو یرغمل نیونکي ملګري سره واده وکړ او د ایران په انقلابي رژیم کیې سترو مقامونو ته ورسیده او د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د رئیس مرستیاله وه.
هاشمي، تهماسیبي او زوی یې په ۲۰۱۴ کال کې د جمهور رئیس براک اوباما په حکومت کې ویزې تر لاسه کولو وروسته متحده ایالاتو ته راغلل.
د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې څو میاشتې وروسته تر دې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د متحده ایالاتو د بهرنیو ځواکونو دوه کښتۍ او ۱۰ ماڼوګان ونیول، د براک اوباما حکومت، د کډوالۍ تنوع ویزې پروګرام (لاتیري) له لارې دې درې واړو ایراني اتباعو ته د قانوني دایمي اوسیدو اسناد ورکړل.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دا ډول ویزو صادرول ځنډولي دي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دې کورنۍ ته باید هیڅ اجازه نه وه ورکړل شوې چې زمونږ په هیواد کې د فوق العاده امتیاز څخه یې ګټه اخیستې وی.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د همدې میاشتې په سر کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وژل شوي تورنجنرال قاسم سلیماني د خورزې او د خورزې د لمسۍ قانوني حیثیت لغوه کړ.حمیده افشار سلیماني او لور یې د ګمرکاتو او کډوالۍ چارو ادارې په حراست کې دي.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د پخواني منشي، علي لاریجاني د لور فاطمه اردشیر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي قانوني حیثیت هم لغوه کړ. دواړه اردشیر-لاریجاني او معتمدي نور په متحده ایالاتو کې نشته او په راتلونکې کې له راتګ منع شویدي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، " د ټرمپ حکومت به هیڅکله اجازه ورنکړي چې امریکا د هغو بهرنیو اتباعو کور شي چې د امریکایي ضد ترهګریزو رژیمو سره تړلي وي."