Accessibility links

Breaking News

د کارتل ډیل نورستې لپاره هېڅ ځای هم خوندي نه دی

متحدو ایالتونو په مکسیکو کې مېشت د کارتل ډیل نورستې (CDN)، اړوندو څلورو افرادو او ۱۱ بنسټونو باندې بندیزونه ولګول او په دې سره یې په لویدیځې نیمه کرې کې یې د یو تاوتریخجن ترهګر کارتل مالي بنسټ فلج کړ.

د متحدو ایالتونو د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو څانګې دا بندیزونه لګولي دي. په هغو کسانو او بنسټونو، چې بندیزونه لګول شوي دي، د اسب ځغلوونې د سیالۍ په څلورمې برخې، بیا رغوونې، لاریو د چلولو کاروبار، تیلو او ګازو په سکتورونو کې دخېل وو او د ناقانونه لوژیستیکي او تګ راتګ د بهیر د حمایت په ګډون د دغه کارتل نورې عملیاتي چارې یې تسهیل کولې او ګټه یې ورته رسوله.

د مالیې وزیر سکاټ بسینت وویل چې دا بندیزونه «کارتل ډیل نورستې د اس ځغلوونې د ځغاستې له سیالیو څخه نیولې، تر ناقانونه پروسو او د مالي عملیاتو پورې» لګول شوي دی. «دا اقدامات د ډیل نورست کارتل د مالي بنسټ د ګډوډولو لپاره تر دې دمه د مالیې وزارت تر ټولو اغیزناکه هڅه څرګندوي.»

ډیل نورست کارتل، چې د لاس زیتاس له ډلې څخه پیدا شوی،د مکسیکو په تاریخ کې د یو شمېر ډله ایزو بریدونو او تلفاتو مسول دی. ډیل نورست کارتل همدغه راز متحدو ایالتونو او سیمې ته جدي ګواښ پېښ کړی. د ډیل نورست کارتل اصلي سیمې د ټکساس ایالت د لاریډو ښار په اوږدو کې مستقیمآ د پولې هاخوا موقعیت لري.

دا ښار د امریکا او مکسیکو ترمنځ په سویلي پوله کې د تګ راتګ تر ټولو بوخت بندر دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تګ راتګ نږدې ۴۰ سلنه برخه ترې تېرېږي. د پولې اخوا په سوداګریزو او صنعتي چارو کې پراخ نفوذ لرلو تر څنګ، په ځايي حکومتونوکې د نفوذ موندلو، په خپله خوښه د دولتي قراردادونو د تنظیمولو او په سیمه ییزو ټاکنو کې د لاسوهنې توان لرل مشروع واک کمزوری کوي او د پولې په دواړو غاړو کې ټولنې بې ثباته کوي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کارټلونو د له منځه وړلو ژمنې سره سم، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګه د کورني امنیت د کاري ځواک سره په نژدې همغږۍ سره د دې او نورو جرمي ډلو نښه کولو ته اولویت ورکړی چې د امریکایانو هوساینې ته ګواښ دي او۲۰۲۵ له پیل راهیسې د ۵۰۰ څخه زیاتو اشخاصو او ادارو په وړاندې تقریبآ ۴۰۰ اقدامات کړي دي.

دا څانګه د شبکې په اساس چلند کوي چې په ورته وخت کې د کارټلونو ډېر مختلف اړخونه او د امکان تر حده د دوی مشرتابه او کلیدي سازماني ډلې او تسهیل کوونکو فعالینو پورې، لکه فاسد چارواکي، د کورنۍ غړي، او په ښکاره ډول مشروع مخکښ اشخاص ګډوډ کړي.

«کارټلونه امریکایي ټولنې په فنتانیل، کرسټال میتامفیتامین، هیروین، چرس او کوکاین سره ډکوي،» د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه بیان کې وویل: «اجازه راکړئ چې دا ډیل نورست کارتل هر مشر، تمویل کونکي، او سوداګریز شریک ته یوه خبرتیا وي، پرته له دې چې د پټېدو هڅه وکړئ، متحده ایالتونه به تاسو، ستاسو شتمنۍ، او ستاسو جرمي تصدۍ تعقیب کړي. د هغو کسانو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته چې د ډیل نورست کارتل له تاوتریخوالي او ویجاړۍ څخه تمویل یا ګټه پورته کوي. »

XS
SM
MD
LG