Accessibility links

Breaking News

ایران باید اوس سوله انتخاب کړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والټز
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والټز

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر مایک والټز وایي "سره له دې چې ډیپلوماتیک پرمختګونه او تړونونه شوي دي، ایران لا هم نړۍ ته د درناوي او مسؤلیت منلو اساسي کچه نه ده ښودلې،" هغه زیاته کړه چې: "برعکس، ایران په ښکاره توګه د امنیت شورا، خپلو ګاونډیانو او د ډیپلوماسۍ له بنسټیزو اصولو سرغړونه کړې ده."

سفیر والټز وویل: "د دې شورا غړو ایران ته وویل: بریدونه ودروئ، د هرمز تنګی خلاص کړئ. د ایران ګاونډیانو په درناوي غوښتنه وکړه: تاوتریخوالی ودروئ، د هرمز تنګی خلاص کړئ. حتا د ایران نږدې متحدینو په پټه توګه ورته وویل: د سمندري ماینونو اېښودل بند کړئ، د کښتیو د تګ راتګ مخه مه نیسئ، او د هرمز تنګی خلاص کړئ."

څو اوونۍ مخکې، متحده ایالتونو له ایران سره یړ تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دغه تفاهم تر ټولو اساسي اصل دا و چې د هرمز تنګی، چې یوه نړیواله سمندري لاره ده، باید پرانیستی پاتې شي او پر ملکي کښتیو بریدونه باید ودرول شي.

خو ایران دا غوښتنې له پامه وغورځولې او په دې وروستیو کې یې د بحرین او کویټ پر ملکي تاسیساتو توغندي او بې پیلوټه الوتکې وکارولې. ایران همدارنګه د عمان له قلمرو څخه د تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو پر وړاندې بریدونه تر سره کړي دي.

وروسته له هغې چې ۱۳۶ هېوادونو له ایران څخه وغوښتل چې دا اقدامات ودروي، سره له دې چې ګاونډیو هېوادونو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې وه، ایران بیا هم بریدونو ته دوام ورکړ. ایران هغه مهال هم برید وکړ چې متحده ایالتونو څو اوونۍ د لوړې کچې ډیپلوماټیکې هڅې او خبرې اترې ترسره کولې. د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی و، خو ایران بیا هم برید وکړ.

وروسته له هغې چې د ایران خلکو د یوه نوي ایران لپاره خپل غږ پورته کړ، حکومت د خپلو خلکو په وړاندې سخت چلند غوره کړ او لا هم میلیونونه ډالر د انټرنېټ د محدودولو او د معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګوي.

سربېره پر دې، په ایران کې د اعدامونو شمېر زیات شوی دی. جواد زماني او ابوالفضل سعیدي، چې دواړه زده کوونکي وو، په دې وروستیو کې په ایران کې اعدام شول. د دوی قضیه د یوه انقلابي محکمې له لارې په داسې حال کې پرمخ وړل شوې وه چې قانوني استازیتوب یې نه درلود، او پر دوی لګېدلی تور "له خدای سره جګړه " بلل شوی وه.

د رپوټونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ځواب کې، حکومت شاوخوا ۴۰ زره کسان نیولي دي، چې پکې د بشري حقونو مدافعین، وکیلان، روغتیايي کارکوونکي، زده کوونکي او حتا ماشومان شامل دي. ویل کیږي چې د جګړې د پیل راوروسته زرګونه نور کسان هم نیول شوي دي.

درپوټونو له مخې، ډېر شمېر بندیان په پټو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي چې د امنیتي او استخباراتي ادارو تر کنټرول لاندې دي، او هلته د اجباري اعتراف لپاره شکنجه کارول کېږي. هغوی وکیل ته لاسرسی نه لري، او په ځینو مواردو کې د پیغام لېږلوپه موخه په عام محضر کې اعدامېږي.

متحده ایالتونه له ایران څخه غواړي چې "د سولې او خبرو اترو لارې ته بېرته راوګرځي." سفیر والټز وویل: "نړۍ له ایران سره نه ده. د ایران خپل خلک له دې حکومت سره نه دي؛ د ایران ګاونډیان هم له دې حکومت سره نه دي."

د ایران ملت او خلکو لپاره د بدلون یو فرصت شته، خوددې فرصت وخت نامحدوده ندی. لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: "موږ یا به یو تړون ته رسیږو او یا به کار پای ته رسوو. د کار پای ته رسول به ستونزمن نه وي."

XS
SM
MD
LG