د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسیت د سینګاپور د شنګريلا د ډیالوګ په غونډه کې وویل: «امریکا ویاړي چې بیرته د هند- آرام سمندر سیمې ته ستنیږي او موږ به دلته پاته شو.»
هغه زیاته کړه: «د امریکا متحده ایالتونه د هند – آرام سمندر [د سیمې] یو هیواد دی او د لومړیو ورځو څخه چې زموږ هیواد جوړ شوی دی هم همداسې و. موږ به د نسلونو لپاره د هند- آرام سمندر یو داسې هیواد واوسو چې د هند – آرام سمندر ګټې ولري.»
هېګسیټ د ټرمپ په مشرۍ، متحده ایالتونه د امریکایانو د امنیت ، اقتصادي منافعو او د هند – آرام سمندر د سیمې د سولې په ساتلو تمرکز کوي.
هېګسیټ وویل: «د ولسمشر ټرمپ کړنلاره په عامه پوهې او ملي امنیت باندې ولاړه ده، د نورو سره د ګډ کار په لیوالتیا، چې د دخیلو اړخونو ګټې په کې خوندي وي، ولاړه ده. [د دې کړنلارې] سرچینه پوځي قوت دی خو د تجارت او ملي حاکمیت اصولو ته پکښې ترجیح ورکول شامل دي.»
وزیر هېګسیت وویل چې امریکا د کمونیسټ چین سره د شخړي هڅه نه کوي. خو په عین وخت کې، «موږ به دا اجازه ورنه کړو چې زموږ متحدین او شریکان دې تهدید او وډارول شي.»
چین خپل ګاونډیان د جنوبي چین په سمندرګي کې د بیړیو د ټکرولو او په غیرقانوني توګه د بیړیو د تالاشي کولو له لارې ګواښي. «موږ همدارنګه د دې شاهدان یو چې [چین] د جنوبي چین په سمندرګي کې په غیرقانوني توګه ځمکې نیسي او پوځي تاسیسات ورباندې جوړوي.»
هېګسیټ وویل: «موږ د نږدې څخه د چین د بې ثباته کوونکو کړنو څارنه کوو. هر ډول یو اړخیز اقدام به چې د زور په کارولو سره د جنوبي چین د سمندرګي او د ختیځي اسیا په ټاپوګانو کې په اوسني حالت کې تغیر راولي د منلو وړ نه وي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل: د چین پوځ همدارنګه تایوان تهدیدوي. «چې واضح واوسو، د چین د کمونست ګوند هره هغه هڅه چې تایوان په زور ونیسي د هند-آرام سمندر په سیمې او نړۍ باندې به ویجاړونکي عواقب ولري.»
هغه زیاته کړه: «موږ هڅه نه کوو چې په چین باندې دې مسلط شو او یا هم فضا ورباندې تنګه کړو او یا یې محاصره او یا هم تحریک کړو. موږ نه غواړو چې هلته حکومت ته تغیر ورکړو، نه هم غواړو چې د یو تاریخي او ویاړلی کلتور بې احترامي وکړو او یا یې هم تحریک کړو. موږ به تیار شو، خو نه بې پروا.»
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د هغه تر نظارت لاندې به کمونیست چین په تایوان یرغل و نه کړي.
هېګسیټ وویل: «نو، زموږ هدف دا دی چې د جګړې مخه ونیسو. او د جګړې لګښت دومره لوړ کړو چې سوله یوازینی انتخاب وي.»
هغه زیاته کړه: «که مخنیوی (ډیټیرنس) کار و نه کړي او زموږ سراعلی قوماندان غږ وکړي نو موږ تیار یو چې هغه څه چې د دفاع وزارت یې کوي، یانی جګړه او بریا، په پریکنده توګه ترسره کړو.»
هیڅ څوک باید د هند – آزاد سمندر متحدینو او شریکانو سره د امریکا په ژمنتیا شک و نه کړي.