Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ د طلايي ګنبد سپر د جوړولو ابتکار اعلان کړو


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د امریکا د قلمرو د حفاظت په اړه د خپلې انتخاباتي ژمنې په اساس، اعلان وکړ چې هغه یوه بې بدیله طرحه غوره کړې ده.

دا طرحه طلايي ګنبد سپر نومېږي، چې فضايي سنسرونو او مخ نیونکو وسائیلو په ګډون په وچې، اوبو او فضا کې د ټکنالوژیو له نوي نسل څخه کار اخیستل کیږي.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: «طلايي ګنبد به زموږ له موجوده فضايي وړتیاو سره ګډ شي او باید زما د کاري دورې تر ختم پورې بشپړ په کار واچول شي.»

هغه وویل: «طلايي ګنبد چې کله بشپړ شو، د دې وړتیا به ولري چې د نړۍ له هرې برخې څخه او ان له فضا څخه د توغول کېدونکو میزایلو مخه به ونیسي.»

د طلايي ګنبد سپر به بالستیک، هایپرسونیک او کروز میزایل خنثی کوي. ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ به په رښتیني توګه هغه کار تمام کړو، چې ولسمشر [رونالډ] ریګن ۴۰ کاله مخکې پيل کړی و... چې د امریکا د قلمرو په ضد شته ګواښ د تل لپاره ختم شي او په دې برخه کې د بریالیتوب اندازه سل په سله ده.»

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، چې د امریکا د فضايي ځواکونو د قومندانۍ مرستیال جنرال مایکل ګوتلین به د طلايي ګنبد په اړه د مستقیم راپور ورکولو مدیر وټاکل شي. دغه جنرال ویلي دي چې د امریکا دښمنان «ډېر توانمند دي او ډېره هڅه کوي چې دا خاوره له خطر سره مخامخ کړي».

هغه وویل: «په داسې حال کې چې موږ له هېواد څخه د باندې د سولې په تامین بوخت وو، زموږ دښمنان د خپلو اتومي وسلو په عصري کولو، د بالستیکي میزایلو په جوړولو چې څو سرګلولې انتقالولای شي، د غږ تر سرعت چټک میزایلو په جوړولو، چې په یو ساعت کې دننه او په یو ساعت کې د ۶۰۰۰ مایله په چټکتیا سره په امریکا د برید وړتیا ولري، د کروز میزایلو په جوړولو چې زموږ د رادارانو او دفاعي سیستمونو په شاوخوا کې د ګرځېدو وړتیا ولري او د اوبتلونو په جوړولو بوخت دي، چې کولای شي په پټه زموږ سواحلو کې نفوذ وکړي او تر ټولو بده یې دا چې د فضايي وسلو په جوړولو لګیا دي.»

جنرال ګوتلین وویل چې د دغو مخ په زیاتېدونکو خطرونو ته په پام سره «اوس یې وخت دی چې دا معادله بدله کړو او د خپلې خاورې حفاظت دوه برابره کړو.»

ګوتلین وویل: «طلايي ګنبد له دښمنانو څخه د هېواد د حفاظت د چټکتیا د بهیر لپاره یو زړور او تهاجمي کړنلاره ده.» جنرال ګوتلین وویل چې د طلايي ګنبد جوړول به دا کار ممکن کړي. هغه وویل: «دا د امریکا لپاره یوه ستره ورځ ده.»

XS
SM
MD
LG