Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ په بهر کې نیول شوي امریکایان کورونو ته ستنوي


ولسمشر دونالډ ټرمپ ژمن دی چې یو امریکایي هم ترشا پرېنښودل شي. واک ته د بیرته راتګ راهېسي ولسمشر ټرمپ او د هغه اداره د ګڼ شمیر هغو امریکایانو په خوشې کولو کې بریالي شوي چې په بهر کې زنداني وو. تر ټولو وروستی خوشې شوی عدان الکساندر دی چې حماس نیولی و او د ۱۹ میاشتو لپاره یې په غزې کې زنداني کړی و. دغه ۲۱ کلن ځوان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نیټه د اسرائیل د پوځ په لیکو کې په سرحد کې په دندې بوخت وو چې د حماس ترهګرو ونیوه.

د الکساندر د سمدستي خوشې کیدو تر اعلان وروسته، ولسمشر ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروټ کې د هغو ټولو خواو نه مننه وکړه چې د دې تاریخي خبر او د خلاصون په زیار کې شریک وو.

دا د متحده ایالاتو او د منځګړو هیوادونو قطر او مصر په اړه د ښه نیت یو ګام و چې دا ظالمانه جنګ پای ته ورسیږي او ټول ژوندي پاتې او د وژل شویو یرغملو جسدونه یې عزیزانو ته ورسپارل شي.

د منځني ختیځ دپاره د امریکا ځانګړي استازي ستیف ویتکوف د ایکس په ټولنيزې شبکې کې ولیکل چې "خپل کور ته د الکساندر ستنېدل" نورو ته امید بخښي. هغه د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه ستاینه وکړه چې د هغه د خلاصون لاره یې پرانیستله. هغه زیاته کړه، "مونږ د ټولو یرغمل نیول شویو خلاصون ته ژمن یو."

د ولسمشر ټرمپ د بیا واکمنېدو راهیسي د هغو کسانو په لست کې چې د هغه په زیار خوشي شوي دا نومونه هم شامل دي.

زینیا کرولینا- هغه امریکایۍ نڅاګره چې په ناسمه توګه يې ۱۴ میاشتې د روسیې په هغې سیمې کې تیرې کړې چې زندانیان استول کېږي چې سزا وګالي. هغه په اپریل کې خپل کور ته ستنه شوه.

مارک فوګل – یو امریکایي ښوونکی چې په ناسمه توګه د روسیې په یو بند کې د کلونو دپاره زنداني و. هغه تېرې فبرورۍ کې کور ته ستون شو. ولسمشر ټرمپ د فوګل د ازادولو هغه ژمنه پر ځای کړه چې د هغه له ۹۵ کلنې مورمالفین سره یې کړې وه.

کیت سیګل- د حماس په لاس امریکایي یرغمل چې د ۴۸۴ ورځو نه وروسته په فبروري کې خوشې شو.
سیګل وویل، " زه دلته یم او ژوندی یم. ولسمشر ټرمپ تاسو زما ژوند وژغوره. تاسو په خپل زیار د۳۳ نورو زندانیانو ژوند هم ژغورلی دی."

جورچ ګیلزمن – هغه امریکایي چې په افغانستان کې د طالبانو سره د ۸۳۶ ورځو دپاره بندي و، د مارچ په میاشت کې خوشې شو. هغه د راین کوربت او ویلیم مکینتي سره یو ځای شو چې د ولسمشر ټرمپ د لوړې د مراسمو پر شپه خوشې شول.

د ولسمشر دپاره د یرغمل نیول شویو د خلاصون د چارو ځانګړی استازي، ادم بویلر وویل " دا هغه نوې دوره ده چې په هیڅ حالت کې هم مونږ ته دا د منلو نه ده چې یو امریکایي تبعه دې د هیواد نه بهر په ناسمه توګه زنداني وي او د ولسمشر ټرمپ فشار به تر هغې روان وي ترڅو پورې چې په بهر کې زمونږ ټول امریکايي وګړي، که ژوندي دي او یا نه، بېرته راستانه شوي نه وي.

XS
SM
MD
LG