Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د اعظمي فشار کمپاین بیا پیل کړ


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ به وګورو چې ایا له ایران سره په یوې معاملې کار کولی او یا تنظیمولی شو او که نه. او هرڅوک کولی شي یوځای ژوند وکړي. او ښایي دا ممکن وي او یا هم ناممکن وي."

خو بیا هم په نه لیوالتیا سره ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت یادداشت لاسلیک کړ چې د ایران په وړاندې د اعظمي فشار کمپاین بیا پیل کوي.

دا یادداشت د متحده ایالاتو د مالیې وزارت ته امر کوي چې "د ایران په اړه د بندیزونو د پلي کولو قوي او دوامداره کمپاین پلي کړي چې مالي سرچینو ته د رژیم او د هغې د تروریستي ډلو د لاسرسي مخنیوی کوي."

د نورو اقداماتو په ډله کې، د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې "د مالیې له وزیر او نورو اړوندو اجرائیوي څانګو یا ادارو سره په همغږۍ کې، یو پیاوړی او دوامداره کمپاین ترسره کړي، ترڅو د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي."

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې هغه د یادداشت د لاسلیک کولو په اړه "ناخواله" دی.

"دا پر ایران خورا سخت دی. دا هغه څه دي چې موږ مخکې درلودل. ... خو هیله ده، چې موږ ددې نه ډیر کار وانخلو. موږ به وګورو چې ایا له ایران سره په یوې معاملې کار کولی او یا تنظیمولی شو او که نه. او هرڅوک کولی شي یوځای ژوند وکړي. او ښایي دا ممکن وي او یا هم ناممکن وي. نو، زه دا لاسلیک کوم او زه د دې کار په کولو ناخوښ یم. خو زه واقعیا دومره ډیر انتخاب نه لرم ځکه چې موږ باید قوي او ثابت واوسو."

ولسمشر ټرمپ د هغه څه په اړه پوره روښانه و چې د مذاکرې وړ نه دي:

"زما سره، دا خورا ساده ده: ایران نشي کولی اټومي وسلې ولري."

وروسته، په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې، ولسمشر ټرمپ د هغه ګټو په اړه خبرې وکړې چې د ایران په وړاندې د اعظمي فشار کمپاین څخه ترلاسه شوي کله چې هغه په خپله لومړۍ دوره ولسمشرۍ کې پلي کړي وو:

"ایران ونه توانید چې خپل تیل و پلوري. ... حماس تمویل نه شو. حزب الله نه تمویل کېده. هیڅوک نه تمویل کیدل."

ولسمشر ټرمپ په مستقیمه هغو کسانو ته خبرې وکړې چې د هغه په وینا، په ایران کې یې "په ډېر دقت اورېدلې":

"زه به خوښ شم چې یوه لویه معامله وکړم، داسې معامله چې تاسو پرې ژوند وکړئ او تاسو به تعجب وکړئ، تاسو به په زړه پورې کار وکړئ. باور نه کیدونکي خلک. صنعتکاره، ښکلي، په ایران کې د خلکو نه باوریدونکې ډله."

ولسمشر ټرمپ وویل، "زه واقعیا سوله غواړم. او زه هیله لرم چې موږ دا کولی شو،" ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړه، "دوی نشي کولی اټومي وسلې ولري. او که زه فکر وکړم چې هغوی به اټومي وسله ولري، سره له دې چې ما دمخه وویل، نو دا به د دوی لپاره خورا بدبختي وي. که له بلې خوا، دوی کولی شي موږ قانع کړي چې دوی به دا ونه کړي، او زه هیله من یم چې دوی دا کولی شي ... زه فکر کوم چې دوی به د باور وړ راتلونکې ولري."

XS
SM
MD
LG