د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د امریکا سنا ته په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې متحدو ایالتونو د نړیوال اقتصاد د بیرته متوازن کولو په برخې کې د پام وړ پرمختګ کړی.
په حقیقت کې، د مۍ په میاشت کې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا او بریتانیې ترمنځ د سوداګرۍ د موافقې اعلان وکړ.
وزیر بېسنټ وویل: «دغه ترتیب چې د راتلونکی یو تصویر وړاندې کوي، د امریکا د څارویو د ساتونکو، بزګرانو او د تولیدونکو لپاره د پنځه میلیارد ډالرو د صادراتو فرصت برابروي.»
په لسګونو هیوادونه د متحدو ایالتونو سره د سوداګرۍ د اړیکو د ښه کولو لپاره متحدو ایالتونو سره په خبرو کې دي او خپل وړاندیزونه یې وړاندې کړي. په دې کې چین هم شامل دی.
بېسنټ په لندن کې د چین او د متحدو ایالتونو ترمنځ د سوداګرۍ د موافقې په سر د خبرواترو کې هم برخه اخیستې وه. هغه وویل: «زه ډاډه یم چې خبرې اترې به د دواړو اقتصادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې توازن راوړي.»
خو هغه تاکید وکړ چې «دغه هیواد [چین] باید چې د سوداګرۍ په خبرواترو کې یو باوري شریک وشي.»
هغه وویل: «که چین خپل لاره سمه کړي او په لومړي سر کې په شوي موافقې کې، چې په ژینیو کې وشوه، خپل ژمنې پوره کړي او زه باور لرم چې په لندن کې زموږ د خبرو وروسته دوی [د چین اړخ] به دا کار وکړي، نو بیا به د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ بیرته توازن رامنخ ته شي.»
هغه زیاته کړه: «چین یوه بې ساري موقع لري چې خپل اقتصاد د ډیرو تولیدات په ځای ډیر مصرفي لور ته سوق کړي او په دغه سره خپل اقتصاد باثباته کړي.»
وزیر بېسنټ وویل چې د چین اقتصاد د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو غیرمتوازن اقتصاد دی. هغه زیاته کړه چې دغه پایښت نه شي درلودلی. «موږ هڅه کوو چې له چینایانو سره په خپلو اړیکو کې انصاف راوړو،» بېسنټ زیاته کړه.
«په امریکا کې یوازې نهه فیصده د کار قوه په تولید [فابریکو] کې په کار بوخته ده. د چین اقتصاد بیا د تولید په برخې کې غیرمتوازن دی. دوی باید چې د کور دننه خپل مصارف ډیر زیات کړي. نو که موږ دغه کار په ګده وکړو، د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ به یو ښه توازن رامنخ ته شي او د امریکا د خلګو لپاره به دغه عادلانه وي.»
د خزانې وزیر بېسنټ وویل:« ولسمشر ټرمپ د امریکا اقتصاد ته نوې ساه ورکړې ده او هغه په دې چې د مالیاتو او د سوداګرۍ په برخې کې یې د لسګونو کلونو راهیسې زوړ حالت چلینج کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «[په امریکا کې ] د جنوري راهیسې د ۵۰۰،۰۰۰ څخه ډیرې نوې دندې رامنځ ته شويدي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په امریکا کې انفلاسیون د ۲۰۲۱ کال څخه راپدیخوا تر بل هر وخت نه ورو شوی دی چې د سرپناوو، خوړو او انرژۍ قیمتونه یې راکم کړي دي.»
بېسنټ وویل چې په دغه موضوعاتو باندې د ولسمشر ټرمپ زړوړې مشرۍ د یو طلايي عصر د اقتصاد بنسټ پرې ایښی دی. او هدف دا دی چې یو داسې بنسټ جوړ شي چې د امریکا خلکو ته لا زیاته سوکالي او شتمني راولي.