Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ دغیرقانوني نشه‌یي توکو تولیدونکي او لېږدونکي هیوادونه مسول ګڼي


د فنتنایل مخدره تابلیتونو کڅوړې چې د قاچاق وړونکو څخه نیول شوي دي
د فنتنایل مخدره تابلیتونو کڅوړې چې د قاچاق وړونکو څخه نیول شوي دي

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۱۵مه کانګرس ته په یوه پیغام کې وویل:

"د اساسي قانون او د امریکا د قوانینو له مخې ما ته د ولسمشر په توګه چې کوم صلاحیت راسپارل شوی، د هغه صلاحیت له مخې، زه دا یو شمیر هېوادونه د نشه‌یي توکو د سترو لېږدوونکو یا تولیدوونکو هېوادونو په توګه پېژنم: افغانستان، بهاماس، بلیز، بولیویا، برما، چین، کولمبیا، کوسټاریکا، دومینیکن جمهوریت، ایکواډور، السلوادور، ګواتیمالا، هيتي، هُاندوراس، هندوستان، جامایکا، لاوس، مکسیکو، نیکاراګوا، پاکستان، پاناما، پیرو، او وینزویلا."

هغه زیاته کړه:

"د قانوني تعریف له مخې، یو هېواد هغه مهال د نشه‌یي توکو د سترو لېږدوونکو یا تولیدوونکو په لست کې راځي چې جغرافیوي، تجارتي او اقتصادي عوامل هلته د نشه‌یي توکو یا د کیمیاوي موادو د تولید یا لېږد اجازه ورکړي – که حکومت هلته د نشه‌یي توکو د کنټرول او تطبیق لپاره جدي ګامونه اخیستي هم وي."

ټرمپ افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا، او وینزویلا داسې هېوادونه وټاکل چې:

"د تېرو دولسو میاشتو په ترڅ کې يې د نشه‌یي توکو پر ضد نړیوال تړونونه مات کړي وي او امریکا ته د قانوني ژمنو په پوره کولو کې په ښکاره ډول پاتې راغلي دي."

هغه وویل:

"د فېنتانېل او نورو وژونکو نشه‌یي توکو د قاچاقو له امله، چې د نورو هیوادونو د جنایي شبکو له خوا امریکا ته راوړل کېږي، دلته یو ملي اضطراري حالت رامنځته کړی، چې عامې روغتیا هم لویه بحراني بڼه غوره کړې او دا اوس د ۱۸ تر ۴۴ کلونو امریکایانو د مړینې اصلي لامل ګڼل کیږي."

"له ۴۰ سلنې ډېر امریکایان یو څوک پېژني چې د مخدره توکو د زیاتې اندازې د کارولو یا ( اوور ډوز) له امله مړه شوی. په ۲۰۲۴ کال کې، په اوسط ډول، هره ورځ تر ۲۰۰ ډېر امریکایان د غیرقانوني نشه‌یي توکو له امله مړه شوي دي."

مکسیکو خپل د ملي ګارډ ۱۰۰۰۰ ځواکونه د مکسیکو او امریکا پر پولې ځای پر ځای کړي، د فېنتانېل او کیمیاوي موادو په تړاو یې زیات کسان نیولي دي.

مکسیکو ۲۹ تنه مهم کسان چې په کې د کارټل مشران هم شامل دي، متحده ایالاتو ته سپارلي، چې د جنایتونو حساب ورسره وشي.

متحدو ایالتونو د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاینباوم سره نږدې همکاري کړې، چې په سویل لوېدیځ کې د تاریخ تر ټولو خوندي سرحد امنیت تامین کړي، د خلکو ژوند وژغوري او ټولنې له فېنتانېل له وژونکي اغېز څخه وساتي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"په وینزویلا کې، د نشه‌یي توکو تورن قاچاقبر نیکولاس مادورو جرمي رژیم د نړۍ د کوکاین د قاچاقي شبکو د تر ټولو لویې شبکې مشري کوي. متحده ایالتونه به د هغه او د ده د همکارو چارواکو د محاکمې هڅې جاري وساتي."

ولسمشر ټرمپ چین وننګاوه او ویې ویل چې دا هېواد د فېنتانېل د تولید دپاره د کیمیاوي موادو تر ټولو لویه سرچینه ده.

"د چین مشرتابه کولای شي او باید د دې کیمیاوي توکو د جریان د بندولو لپاره قوي او دوامداره اقدامات وکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې دا غیرقانوني کارونه پرمخ وړي."

ولسمشر ټرمپ په پای کې وویل:

"زه له ټولو هغو هېوادونو چې دا نشه‌یي توکي په کې تولیدېږي یا ترې بل هیواد ته تېرېږي، غوښتنه کوم چې خپلې نړیوالې او قانوني ژمنې پوره کړي او د دې موادو لاره بنده کړي – که نه نو له سختو پایلو سره به مخ شي."

XS
SM
MD
LG