Accessibility links

Breaking News

ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د دې پېړۍ له لویو ننګونو څخه یوه دا ده چې د متحدو ایالتونو په کورنۍ،‌ اقتصادي، او بهرنۍ پالیسو کې داسې تغیر راوستل شي چې تر ټولو لومړی د امریکا د خلګو ګټې په کې خوندي وي. دا بیا د ولسمشر ټرمپ په لومړیتوبونو کې راځي.‌‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپله وینا کې، چې د امریکن کمپس تحیقاتي مرکز ته چې د امریکايي سرمایه دارۍ د بیرته احیا لارې چارې څیړي، وویل: «تاسو به د یو ملت په توګه هیڅ کله خوندي‌ نه اوسی تر څو پورې چې ستاسو وګړي په نس ماړه نه وي او یا تاسو هغه څه تولید نه کړی شی چې ستاسو اقتصاد پرې چلیږي او بالاخره خپله دفاع وکړی شي.»

په تیرو دریو لسیزو کې د امریکا د پالیسۍ د زیاتره پرېکړو لومړیتوب دا و چې هغه څه وکړي ‌چې د نړیوال اقتصاد لپاره ښه ګنل کیدل،‌ نه د متحده ایالتونو لپاره. روبیو زیاته کړه پرېکړه به داسې کیدل چې «ایا دا د نورو سیمو د سوکالۍ لپاره ښه کار دی حتا که په کې زموږ ګټه هم نه وه.»

دغه نړیواله پالیسي د سړې جګړې په مهال رامنځ ته شوه خو چې شرایط بدل شول، په پالیسۍ کې تغیر رانغی.‌
«موږ هیوادونو ته اجازه ورکړه چې له موږ سره په سوداګرۍ کې غیرعادلانه چلند وکړي. دا کار موږ ځکه کاوه چې نه مو غوښتل دوی د کمونیستي‌ انقلابونو قرباني شي‌ او وپرځول شي. خو موږ دغه ته ادامه ورکړه. او نن په نړۍ کې ډېر شمېر هیوادونه شته چې پرمختللي اقتصادونه لري خو زموږ سوداګري ورسره ناانډوله ده دا ځکه چې دوی غواړي دغه سیستم دې ادامه ومومي.‌ خو دا باید چې سم شي.»

روبیو وویل چې نه یوازې دا چې متحدو ایالتونو د خپلو اقتصادي پالیسو نه ملي‌ منافع ایستلې وې بلکې ملي منافعو د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې هم ځاې نه درلود.‌

«دا نظر چې زموږ د بهرنۍ پالیسۍ، چې په ځای او موضوع پورې تړلې ده، تمرکز په هغه څه وي چې د متحده ایالتونو لپاره ښه وي په بشپړه توګه موجود نه و. وخت ناوخته، موږ د بهرنۍ پالیسۍ په ارتباط داسې تصمیمونه نیولي چې د نړیوال سیستم یا نړۍ لپاره ښه وو.‌ او زه دا نه وایم چې دا ارتباط نه لري،‌ خو زموږ د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب ... ‌باید چې متحده ایالتونه وي.‌»‌

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل:‌«په حقیقت کې چې موږ د هر یو هېواد سره راکړه ورکړه کوو هغوی په خپله راکړه ورکړه کې خپلو ملي‌ منافعو ته لومړیتوب ورکوي.» هغه زیاته کړه:‌ «او موږ هم اړتیا لرو چې دغه کار بیرته پیل کړو، ‌او موږ دغه کار بیرته پیل کړی دی.»

XS
SM
MD
LG