Accessibility links

Breaking News

په ایران کې د معلوماتو ازادۍ ته وده ورکول 


د ایران حکومت د خپلو ۸۰ میلیون وګړو زیاتې برخې ته د انټرنیټ لاسرسی بند کړی چې دوی او نړۍ د سوله ایزو لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالی د لیدلو څخه بې برخې کړي؛ هغه لاریونونه چې د ایران د اخلاقي پولیسو لخوا د مهسا امیني د وحشیانه وژنې له امله پیل شوي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "مهسا امیني په بې رحمۍ سره، په غمجنه توګه مړه شوې ده، او اوس حکومت په تاوتریخوالی سره سوله ایز لاریون کوونکي ځپي چې د هغې په مړینه په غوسه دي." ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې، دا څرګنده ده چې د ایران حکومت له خپلو خلکو ډاریږي. "

میرمن امیني د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا په دې خاطر ونیول شوه چې ګواکي حجاب یې سم نه دی اغوستی. هغه د توقیف په وخت کې سخته ټپي شوه او وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې مړه شوه. د رسنیو د راپورونو له مخې په ټول ایران کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات کسان نیول شوي دي. اعتراض کوونکي په ایران کې د اجباري حجاب او د ښځو د حقونو د نورو سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي. لاریونونه د هیواد په کچه لږ تر لږه ۸۰ ښارونو ته غځیدلي دي.

پداسې حال کې چې د ایران حکومت په سوله ایزو لاریون کونکو ډزې کوي او انټرنیټ ته د خپلو خلکو لاسرسی قطع کوي، متحده ایالات د ایران له ولس سره د مرستې لپاره اقدام کوي چې په آزاده توګه د انټرنیټ له لارې معلوماتو ته لاسرسي ولري. له همدې امله د متحده ایالاتو د خزانې د بهرنیو شتمنیو کنټرول دفتر د D-2 عمومي جواز صادر کړی؛ یو پراخ جواز چې د ټیکنالوژۍ شرکتونو ته به اجازه ورکړي چې په ایران کې خلکو ته زیات ډیجیټل خدمتونه وړاندې کړي، تر څو دوی «کلاوډ» کمپیوټري خدماتو ته د لاسرسي څخه نیولې بیا د غوره وسایلو له لارې د آنلاین امنیت او شخصي محرمیت یې لوړ شي. دا ګامونه به د ایرانیانو سره مرسته وکړي چې د ایران د حکومت د هغو هڅو سره مقابله وکړي چې دوی څاري او سانسور کوي. د دې تازه عمومي جواز په صادرولو سره، اوس دا د ټیکنالوژۍ شرکتونو پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې آیا ایرانیانو ته مجاز خدمات وړاندې کوي که نه.

د متحده ایالاتو حکومت به د هغو فرصتونو پیژندلو ته دوام ورکړي چې د ایرانیانو د وړتیا ملاتړ وشي چې په آزاده توګه او د حکومت د غچ اخیستنې له ویرې پرته مکالمه او مکاتبه وکړي.

XS
SM
MD
LG