Accessibility links

Breaking News

په لویدیځه نیمه کره کې د اقتصادي ودې هڅوونه 


د لویدیځې نیمې کرې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرپرست مایکل کوزاک، وویل: "په لاتینه امریکا کې د اقتصادي ودې هڅوونه په ځانګړې توګه اوسمهال مهمه ده، ځکه سیمه د کوویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په حال کې ده او له دغه حالت څخه د وتلو لارې چارې لټوي."

د امریکا متحده ایالات د لویدیځې نیمې کرې له درې نه د څه دپاسه دوه برخې هیوادونو ستر تجارتي شریک دي. په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو په بیرته پیل کیدو سره د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د کوویډ۱۹ وروسته، اقتصادي وده د اقتصادي ودې د نوښتګر پروګرام له لارې چې "وده په امریکا کې یا امریکا کریس" نومیږي، وهڅوي. د سیمې هیوادونه د زیربناو د درلودلو له پلوه زیات توپیر لري، چې د اقتصادي ودې د محدودیدو سبب کیږي. د "امریکا کریس" پروګرام د امریکا د متحده ایالاتو د دولت منابع او مهارتونه د ټولې سیمې د خصوصي سکتور په انرژۍ، ترانسپورت او د مخابراتو په زیربنا کې د پانګونې لپاره جلبوي.

تر اوسه متحده ایالاتو د لسو شریکو هیوادونو لکه پاناما، چیلي، جامایکا، ارجنتاین، کولمبیا او پدې وروستیو کې د السلوادور، اکوادور، برازیل، هندوراس او بولیویا، سره د امریکا کریس موافقې لاس لیک کړي دي. پدغه موافقو کې د خورا ښه بین المللي لارو چارو له مخې د رقابت او شفافیت د غښتلتیا لپاره د همکارو هیوادونو ژمنې شاملې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالي پرمختیا بین المللي موسسه یا DFC، د امریکا پرمختیایي بانک او "امریکا کریس" پروګرام لپاره د پانګونې د جذبولو لپاره حیاتي وسیله ده. د امریکا متحده ایالات تمه لري چې د امریکا د مالي پرمختیا بین المللي موسسه په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونې سیمې برابرې کړي.

په لویدیځه نیمه کره کې د اقتصادونو د بیا راژوندي کیدو نور مهم لوبغاړي د انټر امریکا پرمختیایي بانک په ګډوڼ نړیوالې مالي موسسې دي.

د باور وړ زیربناو او د امریکا په وچه کې د اقتصادي ودې سره یو ځای راتلونکې لپاره دموکراسي اړینه ده. د کروناویروس وبا د باور وړ شریکانو سره د مصون اکمالاتي زنځیر اهمیت په ډاګه کړی دی. سفیر کوزاک ټینګار وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون هیوادونه "باید په چینایي توکیو باندې خپله تکیه راکمه کړي." په همدې دلیل دي چې "متحده ایالات هڅه کوي د امریکا د متحده ایالاتو د اکمالاتي زنځیر او د لویدیځې نیمې کرې د شمال او جنوب اکمالاتي زنځیرونه غښتلي او متنوع کړي. هدف دا دی چې هم منابع او هم تولید کور ته نژدې شي."

د امریکا متحده ایالات به همداشان د یو ښه شریک په توګه، د لویدیځې نیمه کرې سره په کوویډ۱۹ وبا باندې د بري په چلنجونو کې مرسته وکړي. پدې ترڅ کې سفیر کوزاک وویل چې اقتصادي وده، د دموکراتیکو بنسټونو د غښتلي کیدو اساسي شرط او د ازادې نیمې کرې د لرلید بشپړیدل دي.

XS
SM
MD
LG