Accessibility links

Breaking News

د ملي امنیت او عامه مصونیت له ګواښونو څخه د متحدو ایالتونو ژغورل


د ملي امنیت او عامه مصونیت له ګواښونو څخه د متحدو ایالتونو د ژغورلو لپاره ولسمشر ټرمپ یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې امریکا ته د هغو هېوادونو د وګړو په راتګ بندیزونه پراخوي او قوي کوي، چې د سوابقو په څېړلو، ارزولو او معلوماتو په شریکولو کې نیمګړتیا او کمزورتیا لري.

دغه اعلامیه امریکا ته د هغو ۱۲ لوړ-خطر لرونکو هېوادونو د وګړو په راتګ پوره بندیز او د ننوتلو محدودیت لګوي، چې د ۱۰۹۴۹ اعلامیې په اساس مشخص شوي دي: افغانستان، برما، چاد، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن.

همدغه راز په پنځو نورو هېوادونو بشپړ بندیزونه او د ننوتلو محدودیتونه لګوي: بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه. اعلامیه همدغه راز په هغو وګړو بشپړ بندیزونه او د ننوتلو محدودیتونه لګوي، چې د فلسطین د واکمنې ادارې د سفر جواز لري. اعلامیه د دوو نورو هېوادونو په وګړو باندې بشپړ بندیزونه او د ننوتلو محدودیتونه لګوي چې مخکې پرې جزيي محدودیتونه لګول شوي وو: لاوس او سیریا لیون.

اعلامیه د اوو لوړ-خطر لرونکو هېوادونو له جملې څخه د څلورو هېوادونو په وګړو باندې جزيي محدودیتونه لګوي: بوروندي، کیوبا، تاګو او وینزویلا.

دا چې ترکمنستان د لومړۍ اعلامیې له خپرېدو وروسته په باثمره توګه له متحدو ایالتونو سره په تعامل کې دی او پرمختګ یې څرګند کړی، په نوې اعلامیې کې پرې د غیرمهاجرت د ویزې بندیز لېرې شوی، خو د کډوالو په توګه امریکا ته د ترکمنانو د ننوتلو ځنډ په خپل حال دی.

نوې اعلامیه د ۱۵ نورو هېوادونو په وګړو باندې جزيي بندیزونه او د ننوتلو محدودیتونه لګوي: انګولا، انتیګوا او باربودا، بینن، د عاج ساحل، دومینیکا، ګابون، د ګامبیا، مالاوي، موریتانیا، نایجریا، سېنیګال، تانزانیا، تونګا، زامبیا او زمبابوې.

اعلامیې چې کوم بندیزونه او محدودیتونه لګولي، امریکا ته د هغو بهرنیو اتباعو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ضروري دي، چې متحده ایالتونه یې په اړه کافي معلومات نه لري چې متوجه ګواښ یې وارزوي، له بهرنیو حکومتونو څخه همکاري وغواړي، د خپل مهاجرت قوانین، او نورې مهمې بهرنۍ تګلارې، ملي امنیت او د ترهګرۍ ضد اهداف عملي کړي.

دا محدودیتونه په مشخصو هېوادونو باندې دي چې د هر هېواد د ځانګړو حالتونو د معلومولو لپاره له اړوندو هېوادونو سره همکاري وهڅوي.

اکثریت هغه هېوادونه چې محدودیتونه پرې لګول شوي پراخ فساد او درغلي په کې دي او د مدني او جنايي اسنادو ناباوره ریکاردونه لري او د زوکړې د تاریخ د ثبت سیستمونه نه لري- دا په سیستماتیک ډول د دقېقې ارزونې مخه نیسي. په دې سربېره، ځینې هېوادونه نه غواړي د خپلو پاسپورتونو بېلګې او یا د قانون د تطبیق معلومات شريک کړي او ځینې نور بیا د پانګونې له لارې تابیعت مجاز ګڼي چې ورسره هویت پټوي او د ارزونې ضرورتونه او د سفر محدودیتونه له پامه غورځوي.

د ځینو هېوادونو د ویزې د ټاکل شوې مودې څخه د ډېر وخت د پاتې کېدو اندازه او د خپلو شړل کېدونکو اتباعو نه منل د متحدو ایالتونو د کډوالۍ د قوانینو بې احترامي او د امریکا د تنفیذ په سرچېنو یو بار دی.

په ځینو مشخصو هېوادونو کې د ترهګرو موجودیت، جرمي او افراطي فعالیتونه په عمومي ډول د ثبات او حکومت د بشپړ کنترول د کموالي لامل کېږي چې د اروزنې وړتیاو کمزورې کوي او کله چې د دغو هېوادونو وګړي په متحدو ایالتونو کې ومنل شي، امریکایي اتباعو او ګټو ته مستقیم ګواښ پېښوي.

ولسمشر ټرمپ خپله ژمنه پوره کوي چې په خطرناکو هېوادونو باندې د سفر محدودیتونه بیا پر ځای او د امریکا سرحدونه خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG