Accessibility links

Breaking News

د ایراني تاجر په هکله د معلوماتو دپاره د امریکا د انعام اعلان


د امریکا د متحده ایالاتو د عدالت د پاره د انعام پروګرام د حسین هاتفي اردکاني په نامه د ایراني تاجر په هکله د معلوماتو دپاره تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې د جایزې اعلان کړی دی.

دغه انعام د هغو هڅو برخه ده چې موخه یې د ایران د سپاه پاسداران یا « آی آر جي سي» د مالي میکانیزمونو د منحل کولو دپاره د معلوماتو راټول دي. سپاه پاسداران د ایران د وسله والو ځواکونو یوه مهمه برخه تشکیلوي او د امریکا او څو نورو هیوادونو له خواه د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د هغه وخت راهیسې چې دغه سازمان پنځه کاله مخکي د تروریستي ډلې په توګه وپېژندل شوه، د امریکا متحده ایالاتو ددې سازمان د مالي شبکې د شنډولو دپاره د پام وړ په اندازه انعامونه اعلان کړي دي او د حسین هاتفي اردکاني په اړه انعام د هماغه انعامونو په سلسله کې اعلانېږي.

کله چې په اوکراین کې او د جګړو په نورو سیمو کې د شاهد په نامه بې پیلوټه الوتکې راوغورځول شوې، نو دا جوته شوه چې په دغو الوتکو کې د لارښونې توکي د امریکا ساخت دي او ددغو توکو په رانیولو کې د اردکاني سوداګریزې شبکې لاس درلود.

اردکاني په مالیزیا کې د څو مستعارو کمپنیوو په مرسته چې دده په استاځیتوب فعالیت کوي حساس امریکايي او خارجي توکي رانیسي او ایران ته یې سپاري. دغو توکو ته ایران په عادي حالت کې پر صادراتو باندې د امریکا د بندیزونو له کبله چې په لړ کې یې ایران او د هغه هیواد سپاه پاسداران په نښه شوي دي، لاس رسی نلري.

د عربو په متحده ایالاتو کې د اردکاني مربوط میشتې کمپنۍ د صادراتو د کنټرول په موخه د امریکا او نړیوالو بندیزونو څخه ځان باسي او په غیر قانوني ډول سپاه پاسداران ډلې ته توکي رانیسي.

د تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت پر ادرکاني باندې رسما تور ولګوی چې د امریکا ساخت هغه مایکرو الیکترونیکي توکي رانیسي چې دوه ډوله د استعمال وړتیا لري او دغه توکه بیا د ایران سپاه پاسداران ته ورکوي.

که چیرې تاسو یا بل هرڅوک د حسین هاتفي اردکاني په هکله معلومات لریْ نو لطفا د عدالت دپاره د انعام د پروګرام سره د سیګنال، ټیلګرام، وټس اپ له لارې په لاندې شمیرې تماس ونیسئ: +۱۲۰۲۷۰۲۷۸۴۳

د ټولو معلومات به په جدي ډول خوندي وساتل شي. ددې انعام په هکله نور معلومات د عدالت دپاره د انعام د پروګرام د ویب پاڼې خڅه ترلاسه کولای شی چې آدرس یې دی: https://rewardsforjustice.net/


XS
SM
MD
LG