Accessibility links

Breaking News

د اوکراین پر وړاندې د پوتین جګړه د ملګرو ملتونو پر زړه ګزار دی


د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷ مې غونډې په وړاندې د ولسمشر جو بایډن وینا
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷ مې غونډې په وړاندې د ولسمشر جو بایډن وینا

ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷ مې غونډې په وړاندې د هغو اصولو او باورونو د ملاتړ لپاره په کلکه غږ وکړ چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو د ملګرو ملتونو د تاسیس پر وخت هغوی د درناوي ژمنه کړې ده.


هغه اصول، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ځای کړای شوي، په کې د "ملتونو د فتح کولو یا د وینې تویولو له لارې د سرحدونو پراخولو لپاره د تاوتریخوالي او جګړې څخه ډډه کول" شامل دي.

ښاغلي بایډن وویل: "د وېرې او جبر د نړیوال سیاست پر وړاندې درېدل؛ د لویو هیوادونو په څیر د کوچنیو هیوادونو د حاکمیت د حق دفاع کول؛ پرته له دې چې موږ په بل څه سره موافق یو او که نه، د اساسي اصولو منل لکه د ازادۍ ماهیت، نړیوال قانون او د وسلو کنټرول ته درناوی."

خو ښاغلي بایډن زیاته کړه چې، د امنیت شورا دایمي غړي "په بې شرمۍ سره د ملګرو ملتونو د منشور له اصلي اصولو څخه سرغړونه کړې،" لکه روسیې چې په بشپړه توګه پر اوکراین یرغل کړی.

هغه زیاته کړه، “ دا جګړه د یو دولت په توګه د اوکراین د شتون حق، په ښکاره او ساده توګه او د اوکراین حق چې د یو ولس په توګه شتون ولري، له منځه وړي."


ولسمشر بایډن د روسیې د اتباعو د "یوې برخې د تیارسئ کولو" په اړه د ولسمشر پوتین وروستی حکم، او "د اروپا په وړاندې اټومي ګواښونه" او "د [اټومي وسلو] نه پراخولو د رژیم مسؤلیتونو ته د هغه بې پروایۍ" وغندلې.

هغه په عمومي اسامبله کې د ۱۴۱هیوادونو ستاینه وکړه چې د روسیې جګړه یې وغندله او یادونه یې وکړه چې متحده ایالاتو تر دې دمه د اوکراین د امنیتي او بشري مرستو لپاره له ۲۵ میلیارد ډالرو څخه زیاتې مرستې کړې دي. ولسمشر بایډن وویل: "په ټوله نړۍ کې زموږ متحدینو او شریکانو هم ګړندي ګامونه اخیستي." هغه زیاته کړه، "نن، د ۴۰ څخه زیاتو هیوادونو چې دلته استازیتوب لري خپلې په میلیاردونو پیسې او تجهیزات د ځان د دفاع لپاره د اوکراین سره د مرسته کړي دي."

"په دې ارګان کې موږ هر یو د هغو اصولو او باورونو ساتلو ته ژمن یو چې موږ یې د ملګرو ملتونو د غړو په توګه دفاع کوو - باید په خپل هوډ کې روښانه،ټینګ او ثابت اوسو. اوکراین د هر خپلواک هیواد په څیر ورته حقوق لري. موږ به د روسیې د تیري په وړاندې د اوکراین سره پیوستون ولرو. او بس.»

ولسمشر بایډن وویل: "ستاسو په څیر، متحده ایالات غواړي چې دا جګړه یوازې په عادلانه توګه پای ته ورسیږي، د هغو اوصولو له مخې چې موږ ټولو لاسلیک کړي چې تاسو نشئ کولی د یو هیواد خاوره په زور سره ونیسي." هغه وویل: "یوازینی هیواد چې د دې کار په ولاړ دی روسیه ده."

XS
SM
MD
LG