Accessibility links

Breaking News

د انسانانو د قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سږنی رپوټ


د انسانانو قاچاق بند کړئ
د انسانانو قاچاق بند کړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د انسانانو د قاچاق په اړه خپل ۲۵م راپور خپور کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې راپور "له هیوادونو څخه غواړي چې د جبري کار او جنسي قاچاق په وړاندې جدي اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي هغه کسان چې په دې کار کې پاتې راغلي د عواقبو سره مخامخ شي.

د ټرمپ اداره د امریکایی ارزښتونو ساتلو، د امریکایي کارګرانو ساتنې او د خپلو د ټولنو دفاع ته ژمنه ده."

د انسانانو قاچاق یو وحشتناک او ویجاړوونکی جرم دی چې نړیوال جنایي سازمانونه او د امریکا ضد غیر اخلاقي رژیمونه بډایه کوي. پداسې حال کې چې اکثره هیوادونه د انسانانو په قاچاق کې د رسمي ښکیلتیا د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي، یو شمیر بدنامه حکومتونو دقیقا برعکس کار کړی دی، د نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو د اساسي اصولو څخه سرغړونه کړې او د دولت لخوا تصویب شوي جبري کار کې ښکیل دي.

د بیلګې په توګه، په کمبوډیا کې جګپوړي چارواکي داسې جایدادونه لري چې انلاین درغلي کوونکي د جبري کار او جبري جرمونو د قربانیانو د استثمار لپاره ترې کار اخلي.

یو شمیر هیوادونه لاهم د سیاسي مخالفینو لپاره د سزا په توګه جبري کار کاروي. په شمالي کوریا کې، اټکل کیږي چې د ۸۰ زره او ۱۲۰زرو ترمنځ خلک د جبري کار لپاره په کمپونو کې بندیان دي او یو نامعلوم شمیر خلک د "جبري کار له لارې بیا زده کړه" په نوم د کمپونو په شمول په نورو توقیف ځایونو کې بندیان دي.

د روسیې په مشرۍ ځواکونه په اوکراین کې د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې اکثره اوکراینیان په غیرقانوني توګه په جبري کار ګماري یا یې مجبوروي چې د خپل هیواد پر وړاندې جګړه وکړي یا په نورو کارونو، لکه د کنډوالو پاکول او د جسدونو په له منځه وړلو برخه واخلي.

ځینې هیوادونه له خپلو خلګو څخه په جبري کارونو کې ګټه اخلي.

د کیوبا رژیم، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د طبي خدماتو په صادراتو کې ۴.۹ میلیارد ډالر ګټلي وو ، چې د وروستي کال معلومات یې نشته، او له اوږدې مودې راهیسې په خپلو طبي ماموریتونو کې د جبري استخدام او کارموندنې د طریقو او د قانوني پروسو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په شمول د دولت لخوا تمویل شوي انساني قاچاق تګلاره پلې کوي.

په چین کې، د چین کمونیست ګوند په سینکیانګ کې د اویغوریانو، قزاقانو، قرغزیانو او نورو قومي او مذهبي لږکیو ډلو غړي د دولتي پالیسۍ له لارې د پراخ جبري کار په شمول د پراخو خپل سري توقیفونو له لارې استثماروي.

دغو حکومتونو او چارواکو یې په نورو اجباري کارونو کې د پام وړ مالي ګټې ترلاسه کړې دي، چې نه یوازې قربانیانو ته، بلکې نورو هیوادونو او د هغوی اتباعو ته هم زیان رسوي.

د انسانانو د قاچاق په اړه دا راپور له حکومتونو څخه غواړي چې د انسانانو د قاچاق له منځه وړلو لپاره بیلګه واوسي.

پدې کې په جرمونو کې د دخيلو چارواکو د سزا ورکولو او مخنیوي دپاره د داخلي پالیسیو او طرزالعملونو د قوانینو تصویب او ددې قوانینو ساتل پکې شامل دي.

راپور د قاچاق ضد ټولنه هڅوي چې "د دې غورځنګ د پرمختګ لپاره له فرصتونو څخه ګټه واخلي.

قاچاق وړونکي نوښتګر او هوډمن دي. د قاچاق ضد ټولنه باید تر دوی ډیر نوښګر وي او د هغو کسانو د هوډمنې روحیې څخه الهام واخلي چې د قاچاق ضد غورځنګ یې پیل کړی و ځکه چې دا د راتلونکې پېړۍ د بلې ربعې په لوري روان دی."

XS
SM
MD
LG