Accessibility links

Breaking News

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مذهبي ازادۍ بهیر


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیر رشاد حسین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیر رشاد حسین

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د نړۍ د مذهبي ازادۍ کلنی راپور خپور کړ. راپور د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بې شمیره اشخاصو غږ اوچتوي چې د خپل ضمیر د حکم په اساس د خپلې عقیدې د عملي کولو په لړ کې وژل شوي، وهل شوي، ګواښل شوي، ځورول شوي، یا زنداني شوي دي.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیر رشاد حسین په راپور کې پر دریو مهمو موضوعاتو رڼا واچوله:

"لومړی، زیات شمیر حکومتونه له تعصب څخه د ډکو قوانینو او پالیسیو څخه کاروي اخلي او له خپلو خلکو ناوړه ګټه پورته کوي. موږ په وروستیو کلونو کې په چین او برما کې د مذهبي لږکیو د ټولنو دوه نسل وژنې لیدلي دي.»

سفیر حسین وویل، روسیې تېر کال د لومړي ځل لپاره د ځانګړي اندېښې د هېواد په توګه د مشخص کېدو وروسته، ددې پرځای چې د مذهبي ازادۍ سرغړونې راکمې کړي دوه چنده یې زیاتې کړي دي. د روسیې محکمې په منظمه توګه د هغو اشخاصو په وړاندې د زنداني کولوسزاګانې نوي پړاو ته رسولي چې مذهبي آزادي عملي کوي او روسي مقامات د شکمنو افراطیانو په وړاندې د کورونو د تالاشئ په سلګونو عملیات کړي چې اکثر په کې تاوتریخوالی شامل دی.

په راپور کې دویمه موضوع د ټولنیز نه زغم او کرکې زیاتوالی دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تاوتریخوالي او جګړې ته لمن وهي. سفیر حسین څرګنده کړه: «حکومتونه باید د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.»

"په ډیرو هیوادونو کې د یهودانو سره ضدیت، د مسلمانانو څخه نفرت، او د پردیو څخه کرکه (xenophobia) مخ په زیاتیدو ده. د دیموکراتیکو ارزښتونو کموالی او د ملتپالنې وده او قوم پالونکي څرګندونې او پالیسۍ کارول شوي چې د توکمیزو یا مذهبي لږکیو ډلو د غړو او له تاریخي پلوه څنډې ته شویو خلکو په وړاندې تاوتریخوالی توجیه کړي.

سفیر حسین وویل، خو مثبته یادونه، دریمه موضوع چې په راپور کې ذکر شوې دا ده چې د مدني ټولنو، حکومتونو او څو اړخیزو شریکانوترمنځ همکاري د یو لړ پرمختګ لامل شوې او د دغو پیچلو ننګونو د حل لپاره هیله مندي وړاندې کوي.


سفیر حسین وویل، "خپلواکې او پیاوړې مدني ټولنې د هغو مسلو په اړه په رڼا اچونې سره چې خورا مهم دي له حکومتونو سره د ستونزو په حل کولو او خپلو خلکو ته په ښه خدمت کولو کې مرسته کوي." هغه زیاته کړه، "چیرته چې مدني ټولنه وده کوي، حکومتونه په ډیر شفافیت او حساب ورکونې سره کار کوي او د ښاریانو په ورځني ژوند باندې د پام وړ اغیز رامنځته کوي."

سفیر حسین اعلان وکړ چې "زموږ ترټولو لویه هیله دا ده چې موږ په ګډه د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د مذهب یا عقیدې ازادۍ ته د درناوي د تضمین لپاره خپلې هڅې سره یو موټي کړو، او موږ د ټولو هغو خلکو سره پیوستون ته دوام ورکوو چې غواړي خپل عقاید ونمانځي."

XS
SM
MD
LG