متحده ایالاتو د الشباب د ترهګرې ډلې د مهم کس، علي محمد راج، د پیژندنې او د هغه د ځای معلومولو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر پنځه میلیون ډالرو پورې د انعام وړاندیز کړی دی. د دا انعام د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د انصاف لپاره د انعامونو یا RFJ پروګرام لخوا وړاندیز شوی دی، چې د دپلوماتیکو امنیتي خدماتو لخوا اداره کیږي.
علي محمد راج، چې په علي ډهیر هم مشهور دی، د سومالیا اصلي اوسیدونکی او په ۱۹۶۶ کال کې په موګادیشو کې زیږیدلی دی. هغه د الشباب مهم مشر او ددې ډلې د شورا غړی او د ۲۰۰۹ کال له مې میاشتې راهیسې د دغې ترهګرې ډلې مشر ویاند دی. هغه په کینیا او سومالیا کې د بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.
الشباب په کینیا، سومالیا او په ګاونډیو هیوادونو کې د ډیرو تروریستي بریدونو مسولیت په غاړه لري چې د امریکا د اتباعو په ګډون یې په زرګونو خلک وژلي دي. دا ترهګره ډله د متحده ایالاتو پر ضد د تروریستي اعمالو تر سره کولو او همدارنګه د امریکا او د هغه د متحدینو او بهرنیو شریکانو د ګټو پر ضد پلان جوړولو او توطیې ته دوام ورکوي.
په پخوانیو کړنو کې، ۱۹ میاشتې وړاندې راج د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ځانګړو نومول شویو نړیوالو ترهګرو په لست کې شامل کړای شو.دا پدې معنی ده چې د متحده ایالتو تر قاضي حاکمیت لاندې د هغه ټول علایق او کټې بندې شوې او د متحده ایالتو اتباع په عمومي توګه د هغه سره په هر ډول معاملو کې له ښکیلتیا منع دي.
سربیره پردې، د ۲۰۲۲ په فبروري کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سومالیا د بندیزونو کمیټې راج د ۲۰۹۳ پریکړه لیک د ۴۳ الف پاراګراف د حکم په اساس په هغو اعمالو کې د ښکیلتیا یا ملاتړ په وجه چې د سومالیا سوله، امنیت یا ثبات ګواښوي، د خپلو بندیزونو په لیست کې شامل کړ.
که تاسو او یا یو څوک چې تاسو یې پیژنئ د علي محمد راج د ځای په اړه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ د سیګنال، ټیلیګرام، یا WhatsApp له لارې په +۱۲۰۲۷۰۲۷۸۴۳ نړیواله نمره او یا په کینیا کې +۲۵۴۷۱۸۷۱۲۳۶۶ نمره او په سومالیا کې په +۲۵۲۶۸۴۳۴۳۳۰۸ نمره تماس ونیسئ. انصاف لپاره د انعامونو سره اړیکه ونیسئ. دا ټول معلومات به په کلکه محرم وساتل شي. د دې انعام د وړاندیز په اړه نور معلومات د انصاف لپاره د انعامونو په ویب پاڼه www.rewardsforjustice.net
کې موندل کیدای شي.
ټول معتبر راپورونه به وڅېړل شي او د ټولو خبر ورکوونکو هویت به پټ وساتل شي.