د متحده ایالتونو حکومت د ابو علي التونسي په اړه د معلوماتو، پېژندنې یا د هغه د موقعيت د معلومولو په بدل کې تر پنځه میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.
د التونسي په نیول کیدو کې د مرستې دپاره د بهرنیو چارو وزارت له خوا دا انعام چې «دعدالت لپاره انعامونه یا (Rewards for Justice) نومیږي، د داعش ترهګریز سازمان په چوکاټ کې د التونسي د مشرۍ په خاطر اعلان شوی.
التونسي په عراق کې د داعش د وسلو جوړولو او تولید مشر دی. هغه د داعش غړو ته دا روزنه ورکړې چې څنګه "چاودېدونکي مواد، ځانمرګي واسکټونه، او چاودېدونکي توکي" یا (IEDs) جوړ کړي.
التونسي همدارنګه د وسلو د پرمختګ او د کیمیاوي وسلو د تولید په هکله پرمختللې روزنې ورکړي دي. دی پخپل ښي لاس او ښۍ سترګې ټپونه لري.
داعش د ۲۰۰۴ کال د دسمبر راهیسې د مهاجرت او تابعیت د قانون د ۲۱۹ مې مادې پر بنسټ د بهرني ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
د ۲۰۲۲ کال د ترهګرۍ ضد رپوټ له مخې، داعش «په مهمو سیمو کې د استخدام او عملیاتو د پراختیا په ترڅ کې خپله نړیواله شبکه شاوخوا ۲۰ څانګو او نورو تړلو ډلو ته غځولې ده.»
متحده ایالتونه د ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړیوال ائتلاف کې چې د داعش د ماتولو لپاره رامنځته شوی دی، ژمن شریک پاتې شوی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي: «نړیوال ائتلاف د داعش د ماتولو په چارو کې متحد او دایمي عزم لري چې په هر ځای کې چې داعش هڅه کوي فعالیت وکړي، ددې ډلې تلپاتې ماتې یقیني کړي، او د داعش ترهګرو سره د عدالت دجنايي قوانینو پر بنسټ حساب او کتاب وشي.»
که تاسو یا کوم بل څوک د التونسي یا د هغه د موقعيت په اړه معلومات لرئ، نو د Rewards for Justice سره د سیګنال (Signal)، ټیلیګرام (Telegram)، یا واټساپ (WhatsApp) له لارې-
او پدې شمیرې ۷۸۴۳-۷۰۲-۲۰۲ + ۱باندې اړیکه ونیسئ، یا هم د (Tor) د معلوماتي ځانګړې کرښې له لارې چې پدې ویبپاڼه کې یې موندلای شئ
(rewardsforjustice.net) پدې اړه پوره معلومات مونږ سره شریک کړئ.
د ډاډ وړ ټول معلومات او رپوټونه به وڅېړل شي، او د ټولو هغو کسانو هویت چې دا معلومات ورکوي هم محرم او پټ ساتل کیږي.