Accessibility links

Breaking News

د روسیې سایبري جنایتکارانو پر سر د انعام وړاندیز 


د روسیې سایبري بریدونه
د روسیې سایبري بریدونه

د عدالت لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د انعامونو پروګرام د هر هغه کس د پیژندلو یا د هغه د موقعیت د معلومولو لپاره تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې جایزه ورکوي چې د بهرني حکومت تر کنټرول لاندې د متحده ایالاتو د مهمو زیربناو په وړاندې د کمپیوټري درغلۍ او ناوړه ګټه اخیستنې د قانون څخه په سر غړونې په ناوړه سایبري فعالیتونو کې برخه اخلي.


د انصاف لپاره انعامونه د روسیې د فدراتیف د وسله والو ځواکونو د ستر درستیز د عمده استخباراتو ریاست یا GRU د شپږو افسرانو په اړه چې د متحده ایالاتو د مهمو زیربنا په وړاندې د ناوړه سایبري فعالیتونو په جنایي دسیسه کې یې رول لوبولی د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د GRU افسران یوري سرګیویچ اندرینکو، سرګي ولادیمیرویچ ډیسټو، پاول والیریویچ فرولوف، اناتولي سرګیویچ کووالوف، آرټیم والیریویچ اوچیچینکو، او پیټر نیکولایویچ پلسکین د یوې توطیې غړي وو چې په نښه شویو کمپیوترونو ته په غیر قانوني لاسرسي سره یې ویجاړونکي (malware) ویرس استعمال کړی او د روسیې د ستراتیژیکو ګټو لپاره یې نور ویجاړونکي اعمال ترسره کړي.

دغه ټول شپږ کسان د GRU په ۷۴۴۵۵ واحد کې کار کوي، چې د سایبري امنیت د څیړونکو لخوا د سانډورم ټیم، ټیلیبوټس، ووډو بییر، او ایرون وایکینګ په نوم هم پیژندل کیږي.

دا کسان د جنایي توطیې غړي وو چې د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۷ یې په متحده ایالاتو او نړۍ کې د کمپیوټرونو ویجاړونکي ساري ویرس (malware infection) د کارولو مسولیت په غاړه لري چې د NotPetya په نوم پیژندل شوي دی. دې سایبري لاسوهنو په لویدیځې پنسلوانیا کې د هیریټیج ویلی روغتیا سیسټم کې د روغتونونو کمپیوټرونو او نورو طبي تاسیساتو، د متحده ایالاتو لوی درمل جوړونکی او د متحده ایالاتو د خصوصي سکتور نورو ادارو ته زیان رسولی. دغو ناوړه سایبري فعالیتونو په ټولیز ډول د متحده ایالاتو دغو ادارو ته نږدې یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی.

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۵ فدرالي منصفه هیت دا شپږ روسي افسران د دسیسې په څو مواردو تورن کړل چې په کې کمپیوټري درغلي او ناوړه ګټه اخیستنه، د پیسو په انتقال کې د درغلۍ لپاره توطیه، د پیسو په حوالې کې تقلب، خوندي کمپیوټرونو ته زیان رسول او د هویت د پیژندنې غلا کول شامل دي.

د عدالت لپاره د انعام پروګرام چې د ډیپلوماتیک امنیت خدماتو لخوا اداره کیږي، په ۱۹۸۴ کې د خپل پیل راهیسې، په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ څخه زیاتو هغو کسانو ته څه دپاسه ۲۰۰ میلیون ډالر ورکړي چې داسې عملي معلومات یې وړاندې کړي چې د تروریزم په مخنیوي کې یې مرسته کړې، د ترهګرو مشران یې عدالت ته راکش کړي او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښونه حل کړي. د انصاف لپاره انعامونه په ټویټر کې تعقیب کړئ https://twitter.com/RFJ_USA.

د انعام ددې وړاندیز په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د انصاف لپاره د انعام ویب پاڼه وګورئ https://rewardsforjustice.net. هر ډول معلومات چې ورکول کیږي هغه به په کلکه محرم وساتل شي.

XS
SM
MD
LG