ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې هغې وعدې د پوره کولو زیار باسي چې د نشه یي توکو قاچاقبران باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د باندنیو چارو وزارت د نړیوالو مخدره توکو سره د مبارزې او ورته د قانوني پاملرنې د چارو ریاست د مخدره توکو د انعامونو پروګرام یا ان پي آر (NRP) د هغو معلوماتو لپاره چې د نړۍ په هره برخه کې د مخدره توکو د مکسیکویي قاچاقبرانو د نیولو او یا محکومولو سبب شي ځانکړي انعامونه اعلان کړي دي. پدې قاچاقبرانو کې چې د "کارتلوس یونیدوس" سره تړاو لري، د هوان هوزې فاریاس آلوهواریز، په اړه معلوماتو دپآره چې د "ال ابویلو" په نامه پیژندل کیږي، تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام؛ د نیکولاس سیرا سانتانا دپاره چې د "ال ګورډو" په نامه پیژندل کیږي، تر ۵ میلیونه ډالرو پورې انعام، د الفونسو فرنانډیز ماګایون په اړه چې د "پونچو" په نامه پیژندل کیږي د معلوماتو دپآره ، تر ۵ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی. ددې ترڅنګ د لوئس انریکه باراګان چاویز، په سر چې د "R5"، "ویچو" او "ګویچو" په نومونو پیژندل کیږي، تر ۳ میلیونه ډالرو پورې انعام او د ایډګر اوروسکو کاباداس، چې د "ال کاموني" په نامه پیژندل کیږي، تر ۳ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.
کارتلوس یونیدوس د مکسیکو په میچواکان ایالت کې د مخدره موادو د قاچاق کوچنیو ډلو د یو ائتلاف په توګه پیل شو ترڅو میچواکان ته د لویو بانډونو او جنایي سازمانونو د ننوتلو مخه ونیسي.
د کارتلس یونیدوس غړي او د هغوی همکاران په میچواکان سیمه کې چې دوی یې کنټرولوي، په پراخه کچه د میت امفیتامین او فینټانایل په تولید کې ښکیل دي. کوکاین له کولمبیا څخه ترلاسه کیږي او بیا متحدو ایالتونو ته د هغه ترانسپورتي چینلونو له لارې استول کیږي چې د میته امفیتامین او فینټانایل د استولو لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي.
د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۰ نېټه، د باندنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د کارتلس یونیدوس په نوم د قاچاقبرانو د بیلو ډلو ائیتلاف د یو بهرني ځانګړي ټاکل شوي ترهګریز سازمان په توګه وپېژنده.
د انعام وړاندیزونه د عدلیې وزارت لخوا هم شوي چې په پلازمینه دي سي او د ټینیسي په ختیځې ولسوالۍ کې ددې ډلو د فعالیت په اړه د معلوماتو په بدل کې وړاندې کیږي. د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر هم د کارټیلس یونیډوس او نورو غړو په وړاندې بندیزونه اعلان کړل.
د ۳۵ کالو نه راپدې خوا، د مخدره توکو د انعامونو پروګرام د حکومت سره د مخدره توکو د قاچاقبرو په نیولو او محکومولو کې مرسته کوی او ددې سازمانونو د مخنیوي او ویجاړولو دپآره اغیزمنه وسیله ګڼل کیږي چې د امریکایيانو د ژوند د ژغورنې او د امریکا د ملي امنیت ساتنه کوي.
د پروګرام په بریاوو کې د مخدره توکو د قاچاق د لویو سازمانونو د مشرانو نیول هم شامل دي. همدارنګه د هغو نورو مجرمینو نیول کیدل چې د مخدره توکو قاچاق د دوی د ناقانونه فعالیتونو یوه برخه وه.
تر اوسه پورې، د مخدره توکو انعامونو پروګرام د ۷۵ نه زیات د مخدره موادو د قاچاقي ډلو بهرني مشران نیولی دي او حکومت سره یې مرسته کړې چې دا قاچاقبران د حساب کتاب دپاره د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د باندنیو چارو وزارت د دغو مجرمینو د نیولو اویا محاکمې لپاره د معلوماتو وړاندې کولو په هدف ۱۳۵ میلیونه ډالر دغه ډول انعامونو ته تخصیص کړي دي.
که تاسو د دې مجرمینو په اړه معلومات لرئ، نو مهرباني وکړئ د کورني امنیت څېړنیزې ادارې سره د لاندې بریښنالیکونو له لارې اړیکه ونیسئ:
AbueloTips@hsi.dhs.gov
GordoTips@hsi.dhs.gov
KamoniTips@hsi.dhs.gov
PonchoTips@hsi.dhs.gov -R5Tips@hsi.dhs.gov
یا نږدې په سیمه کې د متحدو ایالتونو سفارت یا قونسلګرۍ ته ورشئ.
د معلوماتو د ورکونکو هویتونه به په کلکه پټ و ساتل شي.