د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې وویل: «هغه مهم کار چې [متحده ایالتونه] یې باید وکړي دا دي چې د امریکا بهرنۍ تګلاره بیا زموږ په ملي ګټو متمرکزه کړي.»
روبیو وویل: «دا د بهرنۍ تګلارې د مفهوم په توګه د ډېر وخت لپاره ورکه وه او متحدو ایالتونو به د هغه څه په اساس، چې د نړیوال نظم او نړیوالې ټولنې لپاره ښه وو، تعامل کاوه.»
هغه وویل دا کار د سوړ جنګ له دوران څخه وروسته منطقي و خو اوس نه دی.
روبیو زیاته کړه: «موږ تقریبآ ۱۲ یا ۱۴ کاله مخکې یو نوي عصر ته ننوتو، کله چې له خپل یو نژدې سیال سره د رقابت دورې ته داخل شو، چې متحدو ایالتونو له سړې جګړې څخه وروسته په چین کې سیال او رقیب درلوده، او موږ باید له دې سره مقابله وکړو او زموږ بهرنۍ تګلاره په دې او د دې تازه نړۍ د ټولو واقعیتونو په اساس تنظیم شي.»
دا په دې مانا ده چې د [متحدو ایالتونو] د بهرنیو چارو وزارت باید داسې بهرنۍ تګلاره برابره کړي، چې رېښې یې د متحدو ایالتونو په ملي ګټو کې وي.
روبیو وویل: «هر ډالر چې موږ یې مصرفوو او هر کار چې موږ يې کوو باید د امریکا خلکو ته د محاسبې وړ پایلې ولري.»
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «هغوی باید زموږ هېواد لا امن کړي او یا زموږ هېواد لا قوي کړي او یا یې لا ښیرازه کړي. دا باید حد اقل په دغو دریو کې یو وکړي، د بېلګې په توګه، که کوم پروګرام پلی کوو او یا اقدام کوو، باید دا درې کارونه وکړي.»
روبیو وویل سره له دې چې متحده ایالتونه خپله بهرنۍ تګلاره داسې ترتیبوي چې د ملي ګټو په اساس یې وي، بیا هم متحده ایالتونه تر دې دمه یو لوی بهرنی او بشري مرسته کوونکی دی.
روبیو وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې هغه قراردادونه چې د «ملي ګټې په کې نه» وې، حذف او پاتې نورې یې وساتلې.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر: «او موږ [د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیايي اداره] یې په بهرنیو چارو وزارت کې ورګډه کړه. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې موږ غواړو دا د بهرنۍ تګلارې د ابزارو یوه برخه وي، نه یو مستقل بنسټ.»
مارکو روبیو تاکيد وکړ چې «بهرنۍ مرستې باید زموږ د پروګرام یوه برخه وي، د هغه څه برخه چې موږ يې کوو، او دا باید د سیمې او نړۍ په هرې برخې او یا هر هېواد کې زموږ له اجنډا سره برابره وي.»