په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وایي: "د شمالي کوریا د دموکراتیک جمهوریت په اړوند د روسیې کړنې نه یوازې خطرناکې دي، بلکې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه ددې هیواد د مسؤلیت سره متضاد دي."
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د یرغل راهیسې، د روسیې فدراسیون په دوامداره توګه هڅه کړې چې د جګړې پړه د اوکراین په متحدینو باندې واچوي او دا ولې؟ ځکه ناټو او نورو هیوادونو د اوکراین دفاع په خپلو وسلو سره غښتلې کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وویل: "په اوکراین باندې د روسیې له بشپړ برید څخه ۹۸۰ ورځې وروسته، د ملګرو ملتونو د منشور څخه په سرغړونې ټولې مړینې او ویجاړۍ چې روسیې رامینځته کړې، دا هیواد نن ورځ په درواغو هڅه کوي چې د خپلې جګړې او د پوتین د مداخلې پړه پر نورو واچوي."
هغه وویل، "د روسیې ناسم معلومات هیڅوک نه شي تیرایستلای. اصلي مسله د اوکراین د دفاع لپاره نړیوال ملاتړ نه دی. روسیه یرغلګره ده؛ اوکراین قرباني دی. د روسیې لپاره، جګړه د فتح معنی لري، د اوکراین لپاره د بقا."
"نن ورځ مسله د اوکراین په وړاندې د روسیې غیرقانوني تیری دی، او هغه هیوادونه چې په خطرناکه توګه ورسره مرسته کوي."
د حیرانتیا خبره دا ده چې حتی روسیه له اوکراین سره د بهرنیو پوځي مرستو څخه شکایت کوي، دا پخپله دا هیواد دی چې معاملې کوي او د خپلو متحدینو، په ځانګړې توګه د کوریا د خلکو دموکراتیک جمهوریت (شمالي کوریا) څخه مرستې ترلاسه کوي.
سفیر ووډ وویل، د اکتوبر په وروستیو کې، "دوما [پارلمان] د روسیې او شمالي کوریا دوه اړخیز دفاعي تړون تصویب کړ، په داسې حال کې چې د کوریا د خلکو دموکراتیک جمهوریت په غیرقانوني توګه د روسیې د تیري کونکې جګړې د ملاتړ لپاره بالستیک توغندي، لانچرونه او مهمات چمتو کړي". هغه همداشان وویل چې دا مهال د شمالي کوریا اته زره سرتیري د روسیې په "کرسک اوبلاست" کې میشت دي.
"د شمالي کوریا د دموکراتیک جمهوریت په اړوند د روسیې کړنې نه یوازې خطرناکې دي، بلکې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه ددې هیواد د مسؤلیت سره متضاد دي. د شمالي کوریا دموکراتیک جمهوریت سره د روسیې پوځي همکاري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده، کوم چې د شمالي کوریا د دموکراتیک جمهوریت څخه د وسلو اخیستل او د پوځي روزنې چمتو کول دواړه منع کوي."
سفیر ووډ وویل: "په عین حال کې، چین هڅه کوي چې د روسیې د دفاعي صنعت د مرکز لپاره خپل پراخ ملاتړ کم ارزښته ګڼي."
سفیر ووډ وویل، "دا جګړه روسیې پیل کړې. روسیه کولی شي سبا یې پای ته ورسوي." هغه زیاته کړه، "تر هغه چې دا کار کوي، اوکراین د خپل ځان د دفاع حق لري، او نړیواله ټولنه کولی شي او باید چې ډاډ ترلاسه کړي چې د اوکراین پولې د زور له لارې بیا نشي رسمیدای."
"په چین کې میشت شرکتونو حتی د روسی دفاعي شرکتونو سره د اوږد واټن ویشتونکو ډرون د ډیزاین او تولید لپاره همکاري کړې. چین په معتبره توګه ادعا نشي کولی چې د سولې لپاره غږ پورته کوي، کله چې دا هیواد روسیې ته دا وړتیا ورکوي چې د ځو لسیزو وروسته په اروپا کې ترټولو لویه جګړه وکړي."