د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ دې ته ژمن دی چې هغه کسان د عواقبو سره مخ کړي چې د کانګو د جمهوریت ختیځ ناامنه کوي.
په همدغه دلیل د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیوو شتمنیوو د کنټرول دفتر یا ( او اف ای سي) په رواندا کې پر یوې مسلح ډلې بندیزونه لګوي چې د معدنونو په غیر قانوني قاچاق کې لاس لري او دغه راز د روبایا په سیمه کې د غیر قانوني مالیاتو د اخیستو دپاره لارې جوړوي.
د روبایا سیمه د نادرو کاڼو یوه غني سیمه ده چې ددغو کاڼو څخه د عصري الکترونیکي توکو په تولید کې کار اخیستل کېږي. دغه راز ددغو بندیزونو په لړ کې په چین او کانګو کې هغه کمپنۍ هم په نښه کېږي چې د کانګو څخه د جګړې سره تړلي منرالونه قاچاقوي او په نړیوال مارکیټ کې یې خرڅوي او دا کار معمولا د رواندا د لارې کوي.
د کانګو ختیځه برخه د روانې بې ثباتۍ له کبله د زرګونو ملکیانو د وژل کېدو او په پراخه کچه د خلکو د بې ځایه کېدو شاهده ده او دغه وضیعت د رواندا په ملاتړ د مارچ د ۲۳ مې د تحریک یا ام۲۳ له کبله لازیات خراب شوی دی.
ام ۲۳ هغه وسله واله ډله ده چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې بندیز لګول شوی دی. دغې ډلې د کانګو په ختیځ کې تر خپل ولکې لاندې سیمې لازیاتې پراخې کړي دي او د بشري حقوقو څخه د سرغړونو مسوله ده.
د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې معین جان هرلي داسې وویل « د جګړې سره تړلي منرالونه د کانګو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، فساد ته لمن وهي او په کانګو کې د قانوني کاروباریانو مخه نیسي چې په دغه هیواد کې پانګه اچونه وکړي. د امریکا متحده ایالات به په دې کې زړه نا زړه توب ونه ښيي چې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې نادرو منرالونو ته چې زمونږ د ملي دفاع دپاره حیاتي دي، د امریکا او زمونږ د متحدینو لاس رسی محدودوي.»
د امریکا متحده ایالات پر دې تمرکز کوي چې د کانګو په ختیځ کې جګړې ته د حل لاره پیدا کړي او ددې کار ثبوت د رواندا او کانګو ترمینځ د امریکا په مینځګړیتوب د سولې د تړون لاس لیک دی چې د جون د میاشتې په پای کې ترسره شو.
د امریکا متحده ایالات خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي چې د هغو کوښښونه نه ملاتړ وکړي چې هدف یې د رواندا او کانګو ترمنځ د یوې داسې سیمه ایز اقتصادي چوکاټ رامنځ ته کول دي چې په لړ کې یې تجارت او پانګه اچونه وده وکړي، د نادرو منرالونو د عرضې په برخه کې شفافیت رامنځ ته شي او په سیمه کې د مسولې او قانوني پانګه اچونې دپاره لاره هواره سي.
د امریکا متحده ایالات د کاګو او رواندا ترمنځ د امریکا په مینځګړیتوب د سولې د رامنځ ته شوي بهیر په مرسته، په خاصه توګه د سیمه ایز اقتصادي پیوستون د کاري چوکاټ په مرسته غواړي د دواړو هیوادونو سره د یوې لا سوله ایزې او باسعادته راتلونکې په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.
په دې موخه امریکا به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي چې د ګریتر لیکس یا غټو جهیلونو په سیمه کې د معادنو د استخراج د یوه داسې سکتور ملاتړ وکړي چې په لړ کې به یې سیمې ته تل پاته ثبات او اقتصادي پرمختګ راسي او د نادرو معادنو د عرضې دپاره د اعتیبار وړ نړیووالې لارې چارې پرانیستل شي.
د ولسمشر ټرمپ حکومت یو پیغام لېږي او هغه دا چې هیڅ تجارتي سازمان او یا وسله واله ډله به د امریکا د بندیزونو څخه معافیت ونلري که چیري دوي د کاګو په سیمه کې سوله، ثبات او امنیت کمزوری کړي.