امریکا په هغو پنځو کسانو او پنځه جعلي خیریه موسسو باندې بندیزونه لګولي چې د بشري مرستو تر نامه لاندې د حماس مالي ملاتړ کوي. متحدو ایالتونو ویلي دي چې دغه جعلي خیریه موسسې د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو د جبهې سره تړاو درلود.
د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو جبهه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په میاشت کې د بهرنۍ تروریستي ډلې او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د خاصو نومول شویو نړیوالو تروریستانو په توګه د ونومول شوه.
د دغو بندیزونو هدف دغه تش په نامه خیریه موسسې او د دغو موسسو مشران دي چې په ترکیې، الجزایرو، هالنډ، ایټالیا او په لویدیځه غاړه او غزې کې فعالیت کوي.
د امریکا د مالي وزارت مرستیال مایکل فالکینډر وویل: دغه «اقدام د حماس او د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو د جبهې په څیر د تروریستانو لخوا د خیریه سکتور څخه د ناسمې استفادې د مخنیوي په اهمیت ټینګار کوي. [دغه ډلې] د خپلو تروریستانو او د پوځي عملیاتو تمویل د جعلي خیریه موسسو د جوړولو له لارې کوي.»
هغه زیاته کړه: « د مالیې [وزارت] به ټول شته وسایل وکاروي چې حماس، د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلګو د جبهې او د نورو تروریستي ډلو ټپلو مخه ونیسي چې غواړي د غزې د بشري وضعیت څخه غلطه استفاده وکړي او د خپلو خلکو په بیه د خپل تشدد نه ډک فعالیتونه تمویل کړي.»
حماس او د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو جبهې د ډیر وخت راهیسې د مشروعو بشري اهدافو لپاره د نړیوالې ټولنې او د خلکو له اعتماد څخه ناوړه استفاده کړي چې خپل تروریستي فعالیتونه تمویل کړي او اسرائیليانو او فلسطینیانو ته تاوتریخوالی راوړي.
حماس تراوسه هم یرغمل شوي کسان، چې د اکتوبر د ۲۰۲۳ کال د برید نه وروسته یې نیولي او امریکايي اتباع هم په کې دي، ساتي. امریکا ژمنه ده چې تروریستان او د تروریستانو ډلې افشا کړي چې غواړي د غیري انتفاعي موسساتو څخه په ظاهره د بشري مرستو د راټولولو تر نامه لاندې پیسې ټولې کړي.
حماس او د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو جبهه د غیرانتفاعي موسسو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې اوږده تاریخچه لري. په دغو غیر انتفاعي او خیریه سازمانونو کې ځینې یې د نومول شویو تروریستانو لخوا په بشپړه توګه او یا هم په ګډه اداره کیږي. خو د حماس او د فلسطین د ازادۍ د خلکو د جبهې سره یې تړاو په قصدي توګه پټ ساتل کیږي چې د بندیزونو نه بچ شي.
دغه کار بیا حماس او د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو د جبهې ډلو ته زمینه برابروي چې د فلسطین د خلکو په بیه د نړیوالو له خواخوږي او سخاوت څخه غلطفه استفاده وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه بیان کې ویلي چې متحده ایالتونه به د ټولو موجودو لارو چارو څخه کار واخلي چې د تروریستي ډلو لخوا د غیرانتفاعي موسساتو څخه د ناوړه ګټې اخیستو مخنیوی وکړي.
هغې زیاته کړه:«موږ ژمن یو چې دا اطمیناني کړو چې بشري مرستې د باوري او خوندي موسساتو لخوا رسول کیږي.»