د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل، "موږ په یوه داسې نړۍ کې نغواړو ژوند وکړو چې چین په کې د هند - آرام سمندر پر سیمه تسلط ولري،" او "موږ په دې سیمه کې د سوداګریزو اړیکو د درلودلو اجازه ونه لرو ځکه چې دوی هیوادونه یرغمل کړي دي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له کاترین هیریج سره په یوه وروستۍ مرکه کې وویل چې چین یو نړیوال ځواک دی، په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی او په چټکۍ سره وده کوي: "موږ بايد له چينايانو سره اړيکې ولرو،" او زیاته یې کړه چې، "که موږ د هر هغه څه سره چې دوی یې کوي موافق یو او که نه - موږ پوهیږو چې په ځینو مواردو کې موږ سیالي لرو، په ځنو نورو کې موږ مستقیم مخالفین یو. خو مفاهمه باید وي، ځکه چې د اړیکو نشتوالی د جګړې لامل کیدی شي."
د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل، "پدې سره، موږ نغواړو په داسې یوه نړۍ کې ژوند وکړو چیرې چې موږ په چین متکي اوسو - د ځمکې د نایابو منرالونو لپاره، زموږ د اکمالاتو په لړۍ کې د مهمو اجزاو لپاره." هغه زیاته کړه، "موږ په یوه داسې نړۍ کې نغواړو ژوند وکړو چې چین په کې د هند - آرام سمندر پر سیمه تسلط ولري،... او موږ په دې سیمه کې د سوداګریزو اړیکو د درلودلو اجازه ونه لرو ځکه چې دوی هیوادونه یرغمل کوي... او دا ټول باج ورکونکي دولتونه شي."
د بهرنیو چارو وزیر روبیو ټینګار وکړ چې: "جاپانیان نه غواړي چې یو باج ورکونکي دولت اوسي، او دوی زموږ نږدې متحدین دي." سویلي کوریا، فیلیپین، آسټرالیا او ویتنام، "د دې مسلې په اړوند د چین د نفوذ په سیمه کې نغواړي باج ورکونکي دولتونه اوسي."
روبیو په ډاګه کړه چې، "موږ د آرام سمندر ملت یو،" ..."موږ نیت لرو چې هلته پاته شو او هلته خپلې اړیکې وساتو. نو دا زموږ لپاره سره کرښه ده.»
د بهرنیو چارو وزیر روبیو ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د سوداګرۍ په معاملو کې د غیر عادلانه چلند په وړاندې اقدام وکړو: "موږ دوی ته اجازه ورکړه هر هغه څه چې غواړي په امریکا کې وکړي. خو امریکایی شرکتونه په حقیقت کې په چین کې دننه هیڅ شی نشي کولی، او که دوی دا کار وکړي ځکه چې دوی غواړي ستاسو ذهني ملکیت غلا کړي او بیا تاسو له سوداګرۍ څخه وباسي او تاسو په چینایي شرکت باندې بدل کړي."
مارکو روبیو وویل، دلته باید متقابل عمل اوسي، لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ټینګار کړی: "د هغه څه د کولو اجازه چې هلته موږ ته راکړل شوې ده هغه څه دي چې دوی باید دلته هم وکړي. هر هغه څه چې دوی له موږ څخه په تعرفو کې اخلي موږ یې هم باید ترې واخلو."
د بهرنیو چارو وزیر روبیو د تایوان په اړه، وویل، "موږ نه غواړو چې جګړه وګورو. خو موږ د خپلو کلونو او کلونو پالیسیو - د تایوان د اړیکو د شپږو تضمینونو قانون - له مخې روښانه کړې چې موږ د ځواک یا ګواښ یا جبر له لارې د وضعیت د هر ډول بدلون مخالف یو، او دا لاهم زموږ پالیسي ده."
د چین او نورې نړۍ په اړه د متحده ایالاتو تګلاره باید تر ټولو لومړی د متحده ایالاتو ملي ګټو ته وده ورکړي.