Accessibility links

Breaking News

د اسرائیل او لبنان په پوله د سولې خوندي کول


په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل: "د حزب الله سخت بریدونه اسراییلي او لبناني ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي. دوی د لبنان ثبات او حاکمیت له خطر سره مخ کوي. لبنان باید د ترهګرو سازمانونو پټنځای نه وي."

په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ له سختې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک تصویب کړ. له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې د لبنان، اسرائیل او د ګولان د ویشل شویو لوړو په اوږدو کې تر ډیره حده خاموشي وه.

د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ زیاته کړه: "خو، دا ثبات د اکتوبر د اتمې په سهار هغه وخت مات شو کله چې حزب الله په اسرائیل د راکټي بریدونو لړۍ پیل کړه، او پر اسرائیل د حماس د وحشیانه او بې ساري تروریستي برید په پایله کې وسله وال تروریستان د شنې کرښې څخه اسرائیل ته ننوتل."

"حزب الله د اسرائیل په شمال کې د ټولنو د بمبارولو پریکړه وکړه. او په تیرو ۱۱ میاشتو کې هغوی نږدې هره ورځ دا کار کوي."

سفیر ووډ وویل: "دا غلطه ده چې دې شورا تر اوسه د دې تکراري بې ثباته کوونکو کړنو په خاطر حزب الله ندی غندلی."

"د حزب الله سخت بریدونه اسراییلي او لبناني ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي. دوی د لبنان ثبات او حاکمیت له خطر سره مخ کوي. لبنان باید د ترهګرو سازمانونو پټنځای او یا پر اسرائیل باندې د بریدونو د کولو ځای نه وي."

سفیر ووډ یادونه وکړه: "په دې کې هیڅ شک نشته چې ایران، د ۱۷۰۱ پریکړه لیک کې د وسلو د بندیز څخه په ښکاره سرغړونه کوي، حزب الله ته د هغو راکټونو، توغندیو او ډرون زیاته برخه ورکوي چې په اسرائیل توغول کیږي."

"او راځئ چې په ډاګه یې کړو، اسرائیل حق لري چې د حزب الله د بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. د دې شورا هیڅ غړی به د خپل سرحد په اوږدو کې د وحشي تروریستي سازمان سره ندی مخامخ، هره ورځ بریدونه او د خپلو لسګونو زرو خلکو بې ځایه کیدل به ونه زغمي. متحده ایالات د ځان د دفاع لپاره د اسرائیل د حق ملاتړ کوي او موږ به د سیمه ایز ثبات لپاره کار ته دوام ورکړو."

سفیر ووډ ټینګار وکړ: "موږ نه غواړو چې شخړې شدیدې او پراخې شي." په ځانګړې توګه، په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک، یا UNIFIL، د اسرائیل او لبنان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د ثبات په وده کې مرسته کوي.

سفیر ووډ وویل، د مخ په وړاندې تګ لپاره، دا شورا باید د ۱۷۰۱ پریکړه لیک د بشپړ پلي کولو لپاره فشار راوړي، چې په کې د لیتاني سیند په جنوب کې د یوې سیمې رامینځته کول شامل دي چې د لبنان حکومت او UNIFIL پرته د هر ډول وسله وال پرسونل، تجهیزاتو او یا وسلو څخه پاک وي. دا خورا اړینه ده چې UNIFIL وکولی شي په آزاده توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک سره هر مخالف عمل وڅاري او راپور ورکړي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواک یا UNIFIL ماموریت غزول ډاډ ورکوي چې په لبنان کې د ثبات یو مهمه ستنه شته چې د سولې په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG