Accessibility links

Breaking News

په منځني ختیځ کې د سولې د تړون هڅه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل د ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل د ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "دا یوه پریکړه کونکې شیبه ده – ښایي تر ټولو غوره، ښایي وروستی، فرصت وي چې یرغمل شوي کور ته ستانه شي، اوربند وشي، او هرڅوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره غوره لاره پرمخ بوځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د اکتوبر له اوومې راهیسې اسرائیل او منځني ختیځ ته خپل نهم سفر کوي. په تل ابیب کې د اسرائیل د ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال، وویل، "دا یوه پریکړه کونکې شیبه ده – ښایي تر ټولو غوره، ښایي وروستی، فرصت وي چې یرغمل شوي کور ته ستانه شي، اوربند وشي، او هرڅوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره غوره لاره پرمخ بوځي."

هغه وویل، "زه دلته د ولسمشر بایډن په لارښوونو د یوې ژورې ډپلوماتیکې هڅې د یوې برخې په توګه راغلی یم ترڅو هڅه وکړم چې دا تړون کرښې ته او په نهایت کې وروستي پړاو ته ورسوم. اوس یې وخت دی چې ترزسره شي. هغه زیاته کړه، "دا همداشان ددې وخت دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅوک داسې ګام نه اخلي چې دا پروسه له خنډ سره مخ کړي، او له همدې امله موږ کار کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ ډول زیاتی ونشي، هیڅ ډول پارونه ونشي، او داسې کوم عمل ونشي چې په یو ډول موږ ددې معاملې د ترسره کولو څخه لرې کړي، یا په شدت سره نورو ځایونو ته شخړه پراخه شي."

د بهرنیو چارو وزیر بلنکن دا ومنله چې "دا په اسرائیل کې یوه سخته شیبه ده چې د ایران، حزب الله او نورو منابعو له لورې د بریدونو د احتمال په اړه ژوره اندیښنه لري." ایران او حزب الله دواړو ګواښ کړی چې په لبنان او تهران کې د وسله والو د مشرانو د وژلو له امله به پر اسرائیل برید وکړي، چې د یوې پراخې جګړې احتمال یې زیات کړی دی.

د USS ابراهیم لینکن د سمندري بریدګرې ډلې د ځای پرځای کولو امر کړی. سربیره پردې، دوه ویجاړونکي [سمندري بیړۍ] - USS بلکلي او USS روزویلټ - د څو اونیو راهیسې په سیمه کې دي.

د بهرنیو چارو وزیر بلنکن ټینګار وکړ چې د هغه د سفر تمرکز کورونو ته د یرغمل شویو کسانو ستنول او اوربند دی. "دا د هرچا لپاره ددې وخت دی چې بلی ووایي او د نه ویلو لپاره هیڅ عذر یا بهانه ونه لټوي."

XS
SM
MD
LG