د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: "د ښې خاورې پرته، حاصلات وده نه کوي، بیې لوړیږي، خلک وږي کیږي. د خاورې تخریب همداشان د وچکالۍ، سیلابونو او د اقلیمي بدلون له امله د سختې هوا اغیزې نورې هم خرابوي."
د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې خاوره "د ډیرو سختو ملي امنیتي ننګونو ریښه ده چې موږ ورسره مخامخ یو."
هغه وویل: "د ښې خاورې پرته، حاصلات وده نه کوي، بیې لوړیږي، خلک وږي کیږي. د خاورې تخریب همداشان د وچکالۍ، سیلابونو او د اقلیمي بدلون له امله د سختې هوا اغیزې نورې هم خرابوي، حتی د حاصلاتو د تولید کچه ټیټوي او په پایله کې، حتی د خواړو د کمښت سبب کیږي."
بلینکن وویل، اوسمهال ۷۰۰ میلیونه خلک شته چې پدې نه پوهیږي دوی به سبا د خوړلو لپاره څه ولري او که نه. له همدې امله متحده ایالات د خوراکي توکو د کړکیچ سره د مبارزې لپاره کار کوي او د هغو کسانو ملاتړ کوي چې له دې څخه ډیر اغیزمن شوي:
"د ۲۰۲۱ جنوري ته بیرته نظر اچوو، د متحده ایاالتو حکومت ۱۷.۵ میلیارد ډالر وقف کړي چې اړمنو خلکو ته د ژوندي پاته کیدو لپاره مهم خوراکي توکي چمتو شي. موږ ویاړو چې د نړیوال خوراکي پروګرام د بودیجې یو پر دریمه برخه تمویل کوو."
متحده ایالات همداشان پدې چې شریک دی چې غوره، پیاوړي او ډیر مقاومت لرونکي فصلونه تولید شي. په حقیقت کې، د متحده عربي اماراتو سره د اقلیم نوښت لپاره د متحده ایالاتو د کرنې د نوښت ماموریت ۱۷ میلیارد ډالر راټول کړي ترڅو په هغو هڅو کې پانګونه وکړي چې تخریب شوې ځمکې بیا حاصلخیزه شي او خاوره بیا کاربن جذب کړي.
د افریقایي اتحادیې او د خوړو او کرنې سازمان سره یوځای، متحده ایالاتو یو نوی پروګرام پیل کړی چې نوم یې د فصلونو او خاورې د رغونې لیدلوری، یا VACS دی. ښاغلي بلینکن وویل، "دا امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (یو اس اې ای ډي) د راتلونکې بسیا کولو نوښت یوه برخه ده."
"دا په ټوله نړۍ کې د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د متحده ایالاتو په حکومت کې زموږ هر اړخیز غبرګون دی او زمونږ دا چلند دوه اړخونه لري. او دا واقعا دوو خورا لومړنيو شیانو ته اړتیا راټیټوي: لومړی، موږ پر ځمکې پانګونه کوو، د افریقا بومي فصلونه پیژنو چې خورا مغذي او د اقلیم د بدلون پر وړاندې خورا مقاومت لرونکي دي، دې تنوع ته وده ورکوو او نړۍ ته یې وړاندې کوو؛ په ورته وخت کې، موږ د ځمکې د سطحې لاندې پانګونه کوو، نقشه یې جوړوو، ساتنه یې کوو او سالمه خاوره جوړوو. که تاسو دا کار سم ترسره کړئ، که تاسو سم تخمونه ترلاسه کړئ، که تاسو سمه خاوره ولرئ، نو تاسو په راتلونکي کې د خپلې کرهڼې لپاره بنسټ لرئ."
بلینکن وویل، "د بشریت لپاره یو شمیر شیان ډیر مهم دي، "د دې معلومول چې پدې سیارې کې داسې کښت وشي چې وکړای شي موږ ټول ماړه او حمایه کړي." هغه زیاته کړه: "موږ پدې شیبه کې یو فرصت لرو چې واقعا د خلکو لپاره پداسې حال کې نن ورځ غوره کار ترسره کړو چې په حقیقت کې یوه باثباته سبا جوړوو."