متحده ایالات د ښځو او ټولو هغو کسانو سره په پیوستون کې دي چې د تصمیم نیولو په پروسو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، وړیا او مساوي ګډون لپاره کار کوي.
دموکراسي د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پراخ او متنوع ګډون له لارې پیاوړې کیږي. له همدې امله ولسمشر جو بایډن د ښځو او نجونو مدني او سیاسي ګډون ته وده ورکول د خپلې ادارې لومړیتوب ګرځولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دموکراسۍ په دوهمه سرمشریزه کې "د ښځو وضعیت د دموکراسۍ وضعیت دی" په نامه مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: "موږ ټول پوهیږو... د نړۍ په ډېرو برخو کې د ښځو حقونه تر ګواښ او تر برید لاندې دي."
بلینکن زیاته کړه: "جبر کوونکي حکومتونه د بیان د آزادۍ او غونډې حق په ګډون د ښځو د بنسټیزو آزادیو د محدودولو لپاره مشخص قوانین تصویبوي. افراطي لوبغاړي په غیر متناسب ډول ښځې او نجونې په نښه کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له تاریخي پلوه له پامه غورځول شوي لکه د LGBTQI+ خلک، ښځې او د نژادي، توکمیزو او مذهبي ټولنو غړي."
ښاغلي بلینکن وویل: "خو دا یوازې استبدادي حکومتونه ندي چې د ښځو له بشپړ او مساوي حقونو څخه انکار کوي."
هغه زیاته کړه: "د نړۍ په ډېرو برخو کې لا هم ښځې او نجونې د زده کړې او کار کولو مساوي فرصتونه نه لري. ښځینه خبریالانې، مدافع وکیلانې، سیاستوالې او نور د پرله پسې آنلاین ځورونې او ناوړه چلند سره مخ دي. هغه ښځې چې د تاوتریخوالي قربانیانې دي، اکثرا عدالت ته مساوي لاسرسی نه لري. ښځې د تبعیض سره مخ دي چې اکثر وختونه دوی ته زیان رسوي."
د دغو ننګونو په وړاندې ښځې او نجونې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو حقونو او د ټولو بشري حقونو او دموکراسۍ د دفاع کولو مشري کوي. او هغوی د پریکړې کولو او تصمیم نیولو په چارو کې د ښځو او نجونو د شتون اهمیت څرګندوي.
په افغانستان کې - د طالبانو د نه ستړي کیدونکو هڅو په مقابل کې چې دوی [ښځې] یې له ورځني ژوند څخه حذف کړي - ښځې د دوی بشري حقونو ته د درناوي لپاره لاریون کوي. دوی اوس هم د خپل هیواد د روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.
په ایران کې زړورې ښځې په لارو کوڅو کې د سترو ګواښونو سره سره لاریون کوي او د "ښځې، ژوند او ازادۍ" نارې وهي.
متحده ایالات د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو او ټولو هغو کسانو سره په پیوستون کې دي چې د تصمیم نیولو په پروسو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، وړیا او مساوي ګډون لپاره کار کوي. ښاغلي بلینکن وویل، "زموږ د دپلوماسۍ له لارې ، موږ ژمن یو چې د دوی ملاتړ وکړو او په ټوله نړۍ کې د جنډر مساوات ته وده ورکړو."
هغه وویل، کله چې موږ بریالي شو، موږ نه یوازې سم کار کوو، بلکې هوښیار او اړین کار کوو چې خپل هیوادونه لا سوکاله، خوندي او د خپلو ټولو خلکو لپاره په فرصتونو ډک کړو.