Accessibility links

Breaking News

د امریکا او هند ترمنځ د اړیکو غښتلي کول


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال استیفن بیګن، د متحده ایالاتو-هند ترمنځ غونډه کې وویل: "زه تر دې مخکې هیڅکله هم د هند او د امریکا د متحده ایالاتو د اړیکو د راتلونکې په اړه دومره زیات خوشبینه نه وم."

د امریکا د متحده ایالاتو او هند اړیکې په زیاتو برخو کې دي چې د دفاعي او امنیتي همکارۍ، د قانون د پلي کیدو متقابل ملاتړ، تجارت او پانګونې، د انرژۍ شراکت، علمي او تکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ په کې شاملې دي. په ځانګړې توګه د کروناویروس د واکسین د ازموینو لپاره د هندي او امریکایي پوهنتونونو او شرکتونو ګډې هڅې ډیرې مهمې دي.

مرستیال وزیر بیګن د هند او آرام سمند په سیمه کې د تازه امنیتي ایتلاف په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیګن وویل: "متحده ایالات نشي کولای تصور وکړي چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د یو نړیوال ایتلاف جوړښت چې د سړې جګړې د چلنجونو او ګواښونو د مخنیوي لپاره طرحه شوی و، د لا ښه کېدو پرته دې وپايي." هغه زیاته کړه: "د ازاد او څرګند نظم د ساتلو لپاره زمونږ ستراتیژیکې اړیکې باید د نن او سبا جیوپولیتیک (سیاسي جغرافیه) واقیعتونه منعکس کړي."

مرستیال وزیر بیګن څرګنده کړه چې تر نوي امنیتي شراکت لاندې د "هند په څیر هیوادونه به د خپلې دفاع لټه کوي". پدې برخه کې د امریکا متحده ایالات د هغو لارو چارو لټه کوي چې د خاورې د بشپړتیا، دموکراسۍ او د هند – آرام سمندر په ټوله سیمه کې د هند د ګټو د پرمختګ لپاره د هند وړتیا زیاته شي.

د امریکا متحده ایالات او هند د جاپان او استرالیا سره یوځای د هند-آرام سمندر په سیمه کې څلور دموکراتیکې ستنې دي، چې ګډ ارزښتونه او ګډې ګټې لري. مرستیال وزیر بیګن وویل: "په ګډه، مونږ کثرت پاله نظر لرو کوم چې تضمینوي زمونږ هیوادونه او د ټولې سیمې هیوادونه وکړای شي د هند-آرام سمندر په ازاده او پرانستې سیمه کې د خپلواکو او هوسا هیوادونو په توګه پرمختګ وکړي."

خو هغه خبرداری ورکړ چې: په سیمه کې د چین یرغلیزو تکتیکونو ته په پاملرنې، "دغه فکر او نظر وروستۍ نتیجه نده". مرستیال وزیر بیګن وویل د چین له لورې رامنځ ته شوی ګواښ به "د همکارۍ ایجاب وکړي – د هنداو نورو هیوادونو سره دوه اړخیزې همکارۍ – تر څو د هند-آرام سمندر په سیمه کې د میشتو هیوادونو امنیت غښتلی شي."

د امریکا متحده ایالاتو دمخه پر هند د بهرنیو پوځي (تجهیزاتو) خرڅلاو او د هغه هیواد سره د استخباراتو د شریکولو چارې پیل کړي دي. خو زیات نور شیان هم باید ترسره شي، چې په هغه کې د منظمو تمرینونو او تبادلاتو، ګډې دفاعي تګلارې او ګډې پرمختیا له لارې د هند د دفاعي وړتیا غښتلي کول چې د ځان دفاع وکړای شي، شامل دي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیګن وویل: "زمونږ دواړه ملتونه د سترو کارونو جوګه دي. دا په مونږ پورې اړه لري چې هغه چټک کړو."

XS
SM
MD
LG