Accessibility links

Breaking News

د امریکا او بحرین ترمنځ اړیکو غښتلي کول


د امریکا متحده ایالات او بحرین د څو لسیزو راهیسې ټینګې اړیکې لري. د دسمبر په لومړۍ نیټه دواړو هیوادونو لومړنی دوه اړخیز ستراتیژیک بحث پیل کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر عبدالطیف بن رشید الیاني په آنلاین ویناوې پیل شو.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بحرین د ابراهیم د موافقو په لاس لیک کولو وستایه چې له مخې یې د اسرائیل سره (د څلورو هیوادونو له جملې نه دوهم هیواد ده چې دا موافقه یې لاس لیک کړې) پدې توګه د توریزم، زده کړو، سوداګرۍ او امنیت په ګډون په مختلفو ساحو کې همکاري پیل کړه.

«دا د سیمې لپاره د هیلو نښه نښانه ده چې پخوانیو زړو افکارو ته یې خاتمه ورکړه، کومو ته چې هیڅوک باید بېرته رجوع ونکړي. او زه ډاډمن یم نور چې هیوادونه به هم د بحرین د مشرتابه دریځ تعقیب کړي چې په داګه کوي د یو هیواد جغرافیایي کچه په نړیوال ډګر کې د هغه د نفوذ ښکارندوي نه کوي.»

سربیره پر دې وزیر پمپیو د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتي شریک په توګه د بحرین رول په ډاګه کړ. هغه د (داعش) غلوونکي خلافت پر وړاندې په هوایي بریدونو سره د داعش په ماتولو کې د بحرین مرسته یاده کړه او د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د مرکزي قوماندې او د متحده ایالاتو د سمندري بیړیو د پنځمو قواو د رهبرۍ د مرکز په کوربتوب کې د بحرین د رول یادونه هم وکړه.

«دا مونږ ته د تروریزم سره د جګړې نیولې په خلیج کې د مالونو د تیریدو د امنیت نیولو پورې د پراخ مشارکت اجازه راکوي چې د ایران د سمندري بریدونو څخه وساتل شي.»

وزیر پمپیو وویل چې د ایران رژیم «د خلیج امنیت او د ټولې سیمې سوله خوښونکو خلکو ته» لومړی درجه ګواښ دی.

«او زه غواړم چې د بحرین او د هغه له ولسونو نه زمونږ د ستر فشار د کمپاین څخه د هغوی د ثابت ملاتړ مننه وکړم، کوم چې په بریالیتوب سره یې تهران منزوي کړ او پر ترهګرۍ باندې د ایران د بدنامه نفوذ لپاره یې د لسګونو میلیاردو ډالرو مخنیوی وکړ.»

هغه څه چې بحرین او متحده ایالات سره شریکوي، وزیر پمپیو وایي هغه «د عمده بهرنۍ پالیسۍ لرلید دی. مونږ واقع بین یو، مونږ نړۍ ته هاغسې وینو لکه څنګه چې ده.»

«د ایران د انقلابي رژیم سخت دریځه ماهیت پیژنو او مونږ پوهیږو کله چې د تهران د مقابلې او نورې مهمې موضوع ګانې رامنځ ته کیږي اسرائیل یو عمده شریک دی، نه یو مشکل.»

په څو راتلونکو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نورو ادارو پنځه کاري دلې د بحریني سیالانو سره ګوري چې د پوځي تمرینونو، د ښځو د ځواکمن کولو، بشري حقونو او د جي۵ شبکې راتلونکې ته د چین د کمونیست ګوند له لورې د ګواښ د متوجه کیدو په شان مسایلو باندې خبرې وکړي.

وزیر پمپیو وویل هغه ډاډمن دی چې دغه غونډې به د امریکا د متحده ایالاتو او بحرین ترمنځ د اتحاد لپاره لا نور هم قوي بنسټ کیږدي.

XS
SM
MD
LG